کندهار: د لومړۍ امنیتي حوزې قومندان ووژل شو

کندهار
Image caption نښته د کندهار ښار د لومړۍ امنيتي حوزې په اړونده سیمه کې شوی.

د افغانستان سوېلي ولایت کندهار د لومړۍ حوزې اړوندې سیمې په یوه کور کې دوه برید کوونکي پټ شوي ول، چې د تصفیوي عملیاتو په لړ کې یو ساعت نښته وشوه.

د کندهار امنيتي چارواکي وايي د استخباراتي معلوماتو له مخې، د لومړۍ حوزې اړوندې سیمې په یوه کور کې دوه برید کوونکي طالبان پټ شوي ول، چې د شپې مهال امنيتي کسانو سیمه کلابنده کړه.

دوی وايي چې وسله والو برید وکړ او په نښته کې د لومړۍ حوزې د آمر ګلاب شاه په ګډون درې پولیس وژل شوي.

په نښته کې څلور کسه ټپیان شوي هم دي، چې دوه یې ولسي وګړي دوه پولیس دي.

د کندهار د میرویس روغتون ډاکټرانو ویلي، چې دوی ته درې مړي وروړل شوي.

سیمه ییز اوسېدونکي وايي، په ښار کې ګڼ بهرني او افغان پوځيان لیدل کېږي.

په کندهار کې د وسله والو او پولیسو ترمنځ داسې مهال نښته شوې چې یوه اوونۍ وړاندې د ولسمشر حامد کرزي ورور او د کندهار د ولايتي شوری رییس احمد ولي کرزی د خپل مشر ساتونکي په ډزو ووژل شو.

د احمد ولي کرزي تر وژل کېدا څو ورځې وروسته په پلازمېنه کابل کې د حامد کرزي یو مشر سلاکار او د اروزګان والي جان محمد خان او په ولسي جرګه کې د اروزګان استازی محمد هاشم وطن وال د وسله والو په برید کې ووژل شول.

Image caption احمد ولي کرزی د جولای پر ۱۱مه په کندهار کې د خپل مشر ساتونکي په ډزو ووژل شو.

په کندهار کې د پولیسو او وسله والو ترمنځ داسې مهال نښته شوې، چې افغان ځواکونو ته د امنيتي چارو سپارل پیل شوي.

په لومړي پړاو کې د بامیانو، پرون د لغمان د مهترلام ښار او نن (چهارشنبه) د هلمند د مرکز لښکرګاه امنيتي چارې افغان ځواکونو ته رسماً وسپارل شوې.

لوېديځ هېوادونه له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو ایستلو ته لېواله دي.

په پام کې ده چې د ۲۰۱۲ کال تر پایه به له افغانستان څخه ۳۳۰۰۰ امریکايي پوځيان ووځي.

شاوخوا ۱۵۰۰۰۰ بهرني پوځيان په افغانستان کې مېشت دي، چې نژدې ۱۰۰۰۰۰ یې امریکایان دي.

ورته مطالب