طالبان: ملا عمر ژوندی دی، زموږ وېبپاڼه 'هک' شوې

ملا محمد عمر
Image caption ملا محمد عمر په ټوله نړۍ کې امریکا ته تر ټولو لوی مطلوب کس دی.

د وسله والو طالبانو دوو ویندویانو قاري یوسف احمدي او ذبیح الله مجاهد ویلي چې ګرځنده تیلې فونونه او برېښنالیکونه یې هک شوي او په دروغو رسنیو ته د ملامحمد عمر د مړینې خبر ورلېږل شوی.

ذبیح الله مجاهد د فرانسې خبري اژانس ته پر تیلې فون ویلي ''دا خبر بالکل غلط دی، موږ هېڅ دا ډول خبر نه دی خپور کړی. امریکایانو زموږ ګرځنده تیلې فونونه هک کړي... او رسنیو ته یې دا ډول اعلامیه لېږلې ده.''

مجاهد رویټرز خبري اژانس ته ویلي ''دښمنان پرمختللې ټيکنالوجي لري له دې کبله دوی کولای شي چې زموږ ګرځنده تیلې فونونه او برېښنالیکونه هک کړي. دوی دا کار ځکه کوي چې دا مهال له روحي او معنوي ماتې سره مخامخ دي.''

قاري یوسف احمدي هم د ملا عمر د مړینې خبر رد کړی او وايي چې ''دا یوه غلطه اعلامیه وه. لوېديځ والو زموږ تیلې فونونه هک کړي او زموږ په پته یې رسنیو ته اعلامه لېږلې ده.''

دی زیاتوي ''دا غلط خبر دی، ملا محمد عمر ژوندی دی.''

د ویلو ده چې ملا عمر – چې پر افغانستان د شوروي اتحاد د یرغل پرمهال یې په جهاد کې یوه سترګه له لاسه ورکړې- د امریکا د مطلوبو کسانو په لېست کې دی.

داسې باور کېږي، چې ملا عمر د پاکستان په کوټه ښار کې دی، خو طالبان وايي چې مشر یې پاکستان کې نه، بلکې په افغانستان کې دی.

په تېر مۍ میاشت کې هم خبري رسنیو د ملا عمر د وژل کېدا خبر خپور کړی، خو د پاکستان امنيتي چارواکو، دپلوماتانو، او د امریکا پوځي چارواکو او په افغانستان کې حکومتي چارواکو دا خبر دروغ وباله.

امریکا د ملا محمد عمر د معلوماتو ورکولو او یا د هغه د نیولو یا وژلو پر سر لس میلیونه ډالر جایزه اېښې ده.

د انځور حقوق AFP
Image caption د امریکا ځانګړو ځواکونو د روان ۲۰۱۱ د مۍ په لومړیو کې د القاعدې شبکې بنسټګر اسامه بن لادن د پاکستان په ایبټ اباد کې وواژه.

په ۲۰۰۱ کې پر افغانستان د امریکا تر بریدونو وروسته ملا عمر پاکستان ته وتښتېد او په کوټه کې یې شوری جوړه کړه.

د امریکا او د طالبانو ستونزه امریکا ته د القاعدې د مشر اسامه بن لادن د سپارلو پر سر لویه شوه.

همدا وو چې په امریکا کې د ۲۰۰۱ سپتمبر د ۱۱ مې پېښو وروسته امریکا پر طالبانو پسې راواخیسته او حکومت یې ور ړنګ کړ.

او د امریکا ځانګړو ځواکونو د روان ۲۰۱۱ د مۍ په لومړیو کې د القاعدې شبکې بنسټګر اسامه بن لادن د پاکستان په ایبټ اباد کې وواژه.

ورته مطالب