'د نادعلي امنیت په ښه کېدا دی'

نادعلي
Image caption د نادعلي ولسوالۍ د هلمند ولایت د مرکز، لښکرګاه شمال لویدیځ لور په ۱۵ کیلومترۍ کې پرته ده.

د افغانستان په سویلي ولایت هلمند کې مېشت برتانوي پوځي چارواکي وايي، په نادعلي ولسوالۍ کې امنیتي حالت مخ په ښه کېدو دی.

د نادعلي ولسوالۍ د هلمند ولایت د مرکز، لښکرګاه شمال لویدیځ لور په ۱۵ کیلومترۍ کې پرته ده.

په تېرو څو کلونو کې، هغه مهال، چې افغان او بهرنیو ځواکونو په دغې ولسوالی کې د وسلوالو طالبانو په ضد پراخ پوځي عملیات کول، اوسیدونکي يي له ډېرو ستونزو سره مخ شوي وو.

د نادعلي ولسوالی، چې تر تېرکاله هم د وسلوالو طالبانو اصلي مرکز بلل کېده، اوس مهال يي امنیتي چارې بریتانوي ځواکونه سمبالوي.

دغه سرتېري داسې اټکل کوي، چې نادعلي به ترراتلونکي کاله د هغو سیمو په نوملړ کې راشي، چې د امنیت د ټینګښت مسؤولیت يي افغان سرتېرو ته سپارل کیږي.

په نادعلي ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو یو قوماندان جیمي موري وايي، اوسمهال د دغې ولسوالی امنیتي حالت د ډاډ وړ دی:

''موږ نه غواړو په وخت پورې تړلی واوسو، ځکه وخت د بدلېدو په حال کې دی، خو زما په نظر دغه سیمه په بشپړه توګه د مسوولیتونو د ورسپارلو لپاره تیاره ده. دغه پروګرام به لومړی غیررسمي او وروسته به رسمي بڼه غوره کړي او هغه پرمختګونه، چې دلته شوي، د ډاډ وړ دي.''

د دغې جګړه ځپلې ولسوالی ډېری اوسېدونکي په کرنه بوخت دي.

تر تېرکاله په یاده ولسوالی کې کوکنار کرل کېدل، خو د امنیتي حالت په ښه کېدو او د افغان ځواکونو په ډېرېدو سره اوسېدونکي يي اوس غنم او پنبه کري.

ویل کیږي، چې وسلوالو طالبانو په تېرو څو کلونو کې دغه ولسوالی د عملیاتو د طرحه کولو د اصلي اډې په توګه کاروله، خو د افغان او بهرنیو ځواکونو لخوا تر پوځي عملیاتو وروسته له دغې سیمې ووتل.

هغه ماینونه، چې د نادعلي په بېلابېلو سیمو کې خښ شوي، د وسلوالو طالبانو د پراخ حضور استازیتوب کوي، خو اوس مهال برتانوي سرتېري، باید هغه له څمکې راوباسي.

د برتانوي سرتېرو له خوشبینۍ سره سره د نادعلي د امنیې قوماندان ښادي خان د سرتېرو او پوځي تجهیزاتو کموالی د دغې سیمې د امنیت د ټینګښت په مخ کې د ننګونې په توګه یادوي:

''اوسنی تشکیل کم دی، د ټول نادعلي لپاره کفایت نه کوي. که زموږ پولیس ډېر او په پوځی وسایلو سمبال شي، پوره باور لرم، چې په هلمند کې به لومړنۍ ولسوالي، چې ایساف ځواکونه به ورڅخه خپلو مرکزونو ته انتقالیږي، خو که یاده تشه ډکه نه شي، نو ډاډ نه شم ورکولی، چې ایساف ځواکونه به له نادعلي ولسوالۍ څخه ووځي.'' خو د دغه سیمې اوسېدونکي وايي، لا هم د نادعلي په ځینو برخو کې وسلوالو طالبان شته، داسې، چې د شپې لخوا په لرو پرتو سیمو کې ډېر راڅرګندېږي.

ورته مطالب