د پوهنې وزارت: زابل کې ۲۰ ښوونځي بېرته پرانیستل شوي

ښوونځی
Image caption د پوهنې وزارت وايي د هېواد په بېلابېلو برخو کې سپین ږیرو ژمنه ورسره کړې، چې د تړل شوو ښوونځیو په بېرته پرانیستو کې به خپله هڅه وکړي.

د افغانستان په سوېل کې زابل یو له هغو ولایتونو دی، چې د پوهنې وزارت د چارواکو په وینا، د ناامنیو له کبله په کې ګڼ ښوونځي تړل شوي او زرګونه زده کوونکي لاهم له زده کړو بې برخې پاتې دي.

د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، په دې وروستیو کې د قومي سپین روبو په هڅو سره توانېدلی چې تر ۲۰ د ډېرو ښوونځيو دروازې د زده کوونکو پرمخ یوځل بیا پرانیزي.

د افغانستان د پوهنې وزارت د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ښوونځيو د بېرته پرانیستو په برخه کې د قومي سپین ږیرو او مشرانو رول مهم بولي، او وايي په ګڼو ولایتونو کې سپین ږیرو ژمنه کړې، چې تر خپله وسه به د ښوونځيو د پرانیستلو په برخه کې خپلې هڅې جاري وساتي.

د راپورونو له مخې، په میدان وردګو ولایت کې ناپېژاندو وسله والو د ديني مدرسو د تړلو ګواښ کړی دی.

د پوهنې وزارت مني چې په میدان وردګو ولایت کې ځينې کړۍ شته چې د ديني مدرسو د تړلو هڅې کوي.

د افغانستان د پوهنې وزارت د ورکړل شوو شمېرو له مخې، دا مهال په ټول افغانستان کې شاوخوا ۵۰۰ ښوونځي د ناامنیو، په تېره بیا د وسله والو مخالفانو د ګواښونو له کبله تړلي پاتې دي، او زرګونه زده کوونکي ښوونځيو ته له تلو بې برخې شوي دي.

ورته مطالب