ماينونه لا هم د افغانانو ژوند ګواښي

ماين پاک د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د روان کال په لومړيو دريو مياشتو کې د ماينونو له امله ۸۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې.

د افغانستان د ماین پاکۍ چارو د همغږۍ مرکز MACCA وايي ځمکني ماینونه لا هم په دغه هیواد کې یوه مهمه ستونزه ده.

دغه اداره وایي ماينونو د روان لمریز کال په لومړیو دریو میاشتو کې په دغه هیواد کې نژدې اتیا کسانو ته مرګ ژوبله اړولې چې ګڼ يې ماشومان دي.

ماينونه او ناچاودې توکي په تېرو څه باندې دوو لسيزو کې په افغانستان کې جدي ګواښ بلل کېږي چې شاوخوا يو ميليون کسان يې زيانمن کړي دي.

د افغانستان د ماین پاکۍ د چارو د همغږۍ مرکز وايي سره له دې چې په تیرو څو کلونو کې یې د افغانستان بیلابیلې سیمې له ماینونو پاکې کړي ولې اوس هم په ځینو سیمو کې ماینونو او ناچاودي توکي د خلکو ژوند ګواښي.

د دغه مرکز چارواکي وايي که څه هم د تیرو څو کلونو په پرتله په روان کال کې د ماینونو له اړخه رامنځته شوې مرګ ژوبله لږ ده، خو په وينا یې دوی لا هم اندېښمن دي.

د افغانستان د ماین پاکۍ د چارو د همغږۍ مرکز د عامه اړیکو مشره ملالۍ موسکا وایي، یوازې د روان لمریز کال په لومړیو دریو میاشتو کې په لسګونو افغانان د ماینونو او ناچاوده مهماتو د چاودنو په پیښو کې وژل شوي دي.

په افغانستان کې ډېر ماينونه د پخواني شوروي اتحاد د يرغل او له هغه را وروسته د کورنيو جګړو په پېر کې خښ شوي، خو د ماين پاکۍ يو شمېر موسسې وايي اوس هم د جګړو په سيمو کې نوي ماينونه اېښودل کېږي.

په دې وروستیو کې د افغان او نړیوالو ځواکونو پر وړاندې ماینونه یوه لویه ننګونه ګنل کېږي چې د راپورونو له مخې په روانو جګړو کې د مرګ ژوبلې تر ټولو لوی لامل د سړک د غاړې او یا نورو لېرې پرتو سیمو کې ځای پر ځای شوي ماینونه دي.

د اوتاوا د تړون له مخې باید تر 2013 کاله د افغانستان ټولې سیمې له ماینونو څخه پاکې شي، خو د ماین پاکولو ادارې د نورو ترڅنګ نا امني دې هدف ته د رسیدو په وړاندې یوه مهمه ننګونه په ګوته کوي.

ورته مطالب