د اورپکۍ په شک دوه برتانويان نيول شوي

برتانيا، بېرغ د انځور حقوق AFP
Image caption دغه دواړه برتانويان نیمه شپه د هرات په یوه هوټل کې نيول شوي.

د بريتانيا د دفاع وزارت په يوه اعلاميه کې ويلي دغه دوه کسان چې بريتانوي پاسپورټونه لري په هغو عملياتو کې نيول شوي چې تېره ورځ د افغان ځوکونو په ملاتړ د بريتانوي ځواکونو له خوا ترسره شوي وو.

دغه کسان چې يو يې نارينه بل يې ښځينه دي اوس په کندهار کې د پوښتنو په موخه په يوه خوندي ځای کې ساتل کېږي.

دواړه بريتانويان د شپې په نيمه کې د هرات په مرکزي برخه کې په يوه هوټل کې نيول شوي وو. ګومان کېږي چې دوی له بريتانيا تللي، چې هلته هم تر شک لاندې وو.

داسې فکر کېږي چې دوی غوښتل د بريتانوي موخو پر وړاندې د يو ډول ترهګرو بريدونو لپاره په افغانستان کې ځينې تماسونه ونيسي، که څه هم د کومې توطيې کره بڼه لا تر اوسه روښانه نه ده، او نه هم بريد نژدې برېښده.

په عادي ډول نيول شوي کسان د ۹۶ ساعتونو په اوږدو کې يا خوشي کېږي او يا هم افغان زندان ته لېږدول کېږي.

خو چارواکي وايي اوسنی حالت بېساری دی او دا لا روښانه نه ده چې له دغو کسانو سره به، بيا څه کېږي.

پاکستان ته د شکمنو ترهګرو بهير له اوږدو راهيسې منل شوی، خو دا لومړۍ نښه ده چې د ۱۹۹۰ کلونو لړۍ ته په کې را ګرځېدا څرګنده ښکاري، چې جهاديان به په کې افغانستان ته تلل.

ورته مطالب