د ناتو په عملياتو کې ٥٠ مخالفين وژل شوي

ناټو سرتېري
Image caption په افغانستان کې مېشت بهرني ځواکونه وايي دغې جگړي تر پرون (پنجشنبې) ناوخته پورې دوام درلود

د شمالي اتلانتيک ټلواله ناټو وايي نړيوالو ځواکونو د افغان ځواکونو په ملتيا د پکتيکا په ولايت کې له ٥٠ نه زيات وسله وال وژلي دي.

ناټو وايي دغه کسان د پاکستان پولې ته ور څيرمه د حقاني شبکې پرضد د تصفيوي (چاڼيزو) عملياتو په مهال وژل شوي دي.

ناټو په یوې اعلامیې کې ویلې چې د پکتيکا ولايت د سر روضې په سيمه کې يې د چريکانو ددغه مر کز په اړه معلومات، د وسله والو له ډلې څخه جلا شوي يوه تن نه تر لاسه کړي وو .

همدا راز ناتو وايي وژل شوي کسان د حقاني شبکې پورې مربوط دي دغه شبکه د افغانستان او پاکستان د پولو په اوږدو کې فعاليت لري.

نړيوال ځواکونه وايي وسله والو د پنجشنبې پر شپه ددغو عملياتو پر مهال له خپل پټنځي نه پر دوی له گرينيد غورځونکو توغنديو، درنو ماشينگړو او ځينې نورې وسلې کارولي دي.

د حقاني شبکه په افغانستان کې د يو لړ مهمو بريدونو مسؤوليت پر غاړه لري چې وروستى يې په کابل کې پر انټر کانتيننټل هوتل بريد و.

په افغانستان کې مېشت بهرني ځواکونه وايي دغې جگړي تر پرون (پنجشنبې) ناوخته پورې دوام درلود او وايي له ۵۰ نه یې د زیاتو وسله والو د وژلو تر څنگ د وسلو يو ښه لوى زېرمتون هم تر کنټرول لاندې راوستى دى.

په دغو چاڼيزو عملياتو کې ملکي وگړو ته د اوښتې مرگ ژوبلې په اړه څه ندي ويل شوي.

ورته مطالب