د مزارشریف امنیت افغان ځواکونو ته وسپارل شو

افغان ځواکونه
Image caption مزار شریف په هغو اوو سيمو کې راځي چې د امنيت اخيستو اعلان يې شاوخوا څلور مياشتې وړاندې افغان ولسمشر حامد کرزي وکړ.

له بهرنیو ځواکونو افغان ځواکونو ته امنيتي چارو د لېږد د بهیر په لړ کې د شمالي مزار شریف امنيتي چارو مسؤولیت افغان ځواکونو ته وسپارل شو.

په بلخ کې شاوخوا ۵۰۰۰ الماني سرتېري مېشت دي.

مزار شریف په هغو اوو سيمو کې راځي چې د امنيت اخيستو اعلان يې شاوخوا څلور مياشتې وړاندې افغان ولسمشر حامد کرزي وکړ.

د پنجشنبې پر ورځ د هرات، د چهارشنبې په ورځ د هلمند د مرکز لښکرګاه، د سې شنبې په ورځ د لغمان د مرکز مهترلام او تر هغه مخکې د باميانو ولايت امنيتي مسوليتونه افغانانو ته ور وسپارل شول.

له مزار شریف وروسته به د افغانستان د دوو نورو سيمو ‎کابل، او پنجشير امنيتي مسؤوليت افغانانو ته سپارل کېږي.

دا د امنيتي مسووليتونو د لومړني پړاو پيل دی چې په روانه ميلادي مياشت کې به بشپړ شي، او ورپسې به د نورو ښارونو او ولايتونو امنيتي مسووليتونه په تدريجي ډول افغان ځواکونو ته وسپارل شي.

ټاکل شوې دغه بهير په را روانو دريو کلونو کې بشپړ شي او ډېری بهرني ځواکونه به له افغانستان نه ووځي.

په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو نوي امريکايي قومندان جان الن ويلي چې د انتقال د بهير د بريالي کېد لپاره به بهرني ځواکونه له افغان ځواکونو سره په ګډه کار وکړي.

Image caption افغان ولسمشر حامد کرزي نژدې څلور مياشتې وړاندې د روان لمريز کال په پيل کې د امنيتي مسووليتونو د لېږد پروسه اعلان کړه.

''زموږ هېلې به د افغانستان د ملي امنيت له ځواکونو نه وي، تر څو د دوی لپاره باثباته او امن هېواد برابر کړو. دا په دې مانا دی چې افغان ځواکونه به د انتقال د بهير د بېرته په نه سپارلو کې لومړی اوسي.

دا هغه رېښتينې يو ځای کېدل دي چې موږ له خپلو افغان شريکانو سره په ګډه، په ډېرو سختيو مبارزه کړې ده.''

افغان ولسمشر حامد کرزي نژدې څلور مياشتې وړاندې د روان لمريز کال په پيل کې د امنيتي مسووليتونو د لېږد پروسه اعلان کړه.

ښاغلي کرزي دغه پروسه د افغانستان د ملي حاکميت او پر خپلو پښو د افغانستان د درېدو لپاره يو تر ټولو مهم ګام ياد کړ.

ورته مطالب