افغانستان: د ژيړې د ناروغۍ د پراختیا خطر شته

ژیړی
Image caption زیړی یو ډول ویروسي ناروغي ده چې د یو ډول ځانګړي میکروب له لارې انسانان پرې اخته کیږي،

د افغانستان د روغتیا وزارت وايي په افغانستان کې د ژیړي په ناروغۍ د اخته کېدو د پراختیا خطر شته.

تېره ورځ د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړ چې ویروسي ژېړی به په روانه لسیزه کې په سوېلي او سوېل ختیځه آسیا کې څه باندې پنځه میلیونه تنه ووژني.

دغه سازمان وايي حکومتونه باید د ژیړي یا هیپتاتېس په وړاندې مبارزه خپل لومړیتوب وګرځوي.

د افغانستان د روغتیا وزارت چارواکي وایي دوی ددغې ناورغۍ د مخنیوي په موخه یو شمېر ګامونه اوچت کړي دي.

له څو کلونو را په دیخوا د زیړي او په تېره بیا د تور زیړي د ناروغۍ پېښې د افغانانو ترمنځ ډېرې شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان د یوه راپور په خپرولو سره ویلي په راتلونکې لسیزه کې به په سویلي او سویل ختیځه آسیا کې میلیونونه کسان ددغې ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي افغانستان هم له دې ګواښه په امن کې ندی او ددغې ناروغۍ د لا پراخېدو او خورېدو وېره شته.

د افغانستان د روغتیا وزارت د وقایوي طب لوی رییس ډاکتر توفیق مشال وايي له بدمرغه په افغانستان کې ددغې ناروغۍ د پراختیا په اړه بشپړې او کره شمېرې په لاس کې نشته خو وايي یو شمېر افغانان په دغې ناروغۍ اخته شوي او د خورېدو په اړه یې اندېښنه لري:

''موږ هم د نړیوال روغتیايي سازمان دغه راپور تاییدوو، افغانستان کې هم دغه ناروغۍ شته. دلته یو شمېر وګړي په دې ناروغۍ لا له وړاندې اخته شوي دي.''

د روغتیا نړیوال سازمان له حکومتونو غوښتي چې باید د ژیړي یا هیپتاتېس په وړاندې مبارزه ، خپل لومړیتوب وګرځوي.

خو ډاکتر توفیق مشال ددغې ناروغۍ په مخنیوي کې د خلکو پوهاوی تر هر څه زیات اړین بولي:

Image caption ځینې وخت خلک پرته له دې چې پوی شي، کلونه کلونه په ژيړي اخته وي.

''تر درملنې ددغې ناروغۍ مخنیوی ډېر مهم دی، چې دلته یې په اساسي ډول ددرملنې اسانتیا هم نه شته. وګړي باید مخکې – له مخکې واکسین شي د پوهاوي کچه یې باید لوړه شي. د ژیړي ضد واکسین د هېواد په ټولو روغتونو کې شته.''

ژیړی یو ډول ویروسي ناروغي ده چې د یو ډول ځانګړي میکروب له لارې انسانان پرې اخته کیږي، د روغتیايي کارکوونکو په وینا څلور ډوله زیړی شته چې تر ټولو سخت او وژونکی یې (بي) ډوله یا تور زیړی دی.

ژیړی د انسان پر ینه اغېز کوي او ځینې بڼې خو یې د سرطان (کنسر) د ناروغۍ لامل ګرځي.

ځینې وخت خلک پرته له دې چې پوی شي، کلونه کلونه په ژيړي اخته وي.

ورته مطالب