افغان کرکټ لوبغا ړو ټولې نړۍ ماته کړه

افغان کرکټ لوبډله
Image caption دغه لوبغاړي وایې تر ټولو لویه هیله یې د پاکستان ماته ده .

دلومړي ځل له پاره دافغانستان دکرکټ لوبې لوى لوبغالى دافغانستان په ختيز ولايت ننګرهار کې جوړ شو چې نن رسما پرانستل شو .

په شپاړس جرېبه ځمکه دغه جوړ شوي لوبغالي کې، په يوه مهال شا او خوا څلور لس زره ١٤٠٠٠ ننداره کوونکي ځايږي .

دافغانستان دمالي وزير او دکرکټ بورد ادارې مشر ډاکتر عمر زاخيلوال په دغو پرانستونکو مراسمو کې وويل چې په ټوليز ډول پر دغه لوى لوبغالي تر دې دمه نژدې دوه ميلو نه ډالر لګښت راغلى چې نيمايي يې ديو ملي سوداګر نجيب زراب له لوري ورکول شوي او نيمايي يې حکومت پر غاړه اخستي دي .

همدارنګه دځمکې لګښت يې چې دښاغلي زاخېلوال په وينا يونيم ميليون ډالر کيږي هغه هم ياد شوي سوداګر ورکړي دي . دلوبغالي ځينې برخې لا نه دي جوړې شوي او وروسته په رغيږي .

دا لوى لوبغالى دجلال اباد ښار په ختيز په شا او خوا پنځلس کلومترۍ کې دغازي امان الله خان په مېنه کې جوړ شوى .

په همدې حال کې په لوبغالي کې دافغانستان دملي لوبډلې او دنولس کلنو ځوانانو د لوبډلې تر منځ يو ورځنى شل اوريزې سيالۍ هم دافغانستان پروخت شا او ٣:٠٠ دلوبغالي له پرانستې سره سمې پېل شوې.

ورته مطالب