ناټو وايي په میدان وردګو کې یې په ډزو ۴ ولسي وګړي وژل شوي

ناټو
Image caption ناټو وايي چې په میدان وردګو ولایت کې یې د ولسي وګړو د وژل کېدا په اړه پلټنه پیل کړې.

په افغانستان مېشتو ایساف ځواکونو منلې، چې په میدان وردګو ولایت کې یې له وسله والو طالبانو سره د نښتې پرمهال څلور ولسي وګړي وژلي.

په کابل کې مېشتو بهرنیو ځواکونو د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي، چې دکغه ولسي وګړي د میدان وردګو ولایت په سید اباد ولسوالۍ کې له اورپکو سره د نښتې پرمهال وژل شوي.

د ناټو په اعلامیه کې راغلي، لومړی د سړک غاړې ماین وچاودېد او ورپسې چې یو ولسي وګړی په کې ووژل شو او د ناټو یو شمېر سرتېري په کې ټپیان شول.

اعلامیه کاږي، تر چاودنې وروسته، وسله والو د ناټو پر ګزمې برید وکړ چې په مقابل کې یې ناټو هم ډزې وکړې.

ناټو وايي چې ددواړو ښکېلو غاړو په ډزو درې ولسي وګړي ووژل شول او درې نور ټپیان شول.

ناټو ویلي، تر اوسه لا روښانه نه ده، چې دغه کسان څرنګه وژل شوي، خو په اړه یې پلټنې روانې دي.

د چورلکې رالوېدل

بل خوا، ناټو ځواکونو ویلي، چې د افغانستان په ختيځ کونړ ولایت کې یې یوه چورلکه رالوېدلې ده.

دوی وايي چې په پېښه کې څوک نه دي وژل شوي، خو د پېښې دقیق ځای یې نه دی ښودلی.

خو په کونړ کې یوه افغان چارواکي ويلي، د ناټو دا چورلکه په کونړ کې رالوېدلې ده.

ناټو دا هم ویلي چې د چورلکې تر رالوېدو وروسته اورپکو له ناټو سرتېرو سره نښته وکړه، خو د چورلکې سپرلۍ په بریالیتوب سره وژغورل شوه.

ورته مطالب