کروکر: د پوځيانو په وتلو کې باید بیړه 'ونه شي'

رایان کروکر او حامد کرزی
Image caption د امریکا نوي سفیر له ولسمشر حامد کرزي سره په ناسته کې وویل ''افغانستان کې د دايمي پوځي اډو جوړولو نیت نه لرو... د اړتیا تر ورځې به پاتې کېږو، چې اړتیا نه وي، یوه ورځ هم نور نه پاتې کېږو. ''

په افغانستان کې د امریکا نوي سفیر رایان کروکر ویلي هېواد یې په افغانستان کې د دايمي پوځي اډو د جوړولو نیت نه لري.

رایان کروکر همدا راز ټينګار کړی، چې له افغانستان څخه د امریکايي پوځيانو په وتلو کې باید بیړه ونه شي، او له احتياطه کار واخیستل شي.

ښاغلي کروکر چې تازه د مخکني سفیر کارل ایکنبیري ځایناستی شوی، په کابل کې د هغه د سفیر کېدو په تړاو په مراسمو کې وویل:''موږ باید په احتیاط ګامونه واخلو. له افغانستان څخه د پوځيانو په وتلو کې باید بیړه ونه کړو. ''

د وتلو پلان

نوموړي دا څرګندونې داسې مهال کړې، چې افغان ځواکونو د امنيتي مسؤولیتو د لېږد په لومړي پړاو کې د یوشمېر سیمو امنیت افغانانو ته وسپارل شو.

په پام کې ده چې دغه پروسه د ۲۰۱۴ کال تر پایه بشپړه شي.

د امریکا نوي سفیر له ولسمشر حامد کرزي سره په ناسته کې وویل ''افغانستان کې د دايمي پوځي اډو جوړولو نیت نه لرو... د اړتیا تر ورځې به پاتې کېږو، چې اړتیا نه وي، یوه ورځ هم نور نه پاتې کېږو. ''

نوموړي هغه اندېښنې رد کړې، چې ګني امریکا له افغانستان څخه د ګاونډيو هېوادونو لپاره د سنګر کار اخلي.

وړاندې ایران په افغانستان کې د امریکا د پوځي حضور او په تېره بیا له دايمي پوځي اډو جوړولو سره کلک مخالفت ښودلی و او دا یې د سیمې په زیان بللی و.

خو کروکر منلې چې ښايي د افغانستان ګاونډيان په دغه هېواد کې د جګړې پر غځېدو اندېښمن وي.

رایان کروکر د امریکا یو جګپوړی دپلومات دی، چې په پاکستان، سوریه، کویت، لبنان او عراق کې یې دندې ترسره کړې دي.

Image caption رایان کروکر د امریکا یو جګپوړی دپلومات دی، چې په پاکستان، سوریه، کویت، لبنان او عراق کې یې دندې ترسره کړې دي.

نوموړی په ۱۹۸۳په لبنان کې د امریکا پر سفارت له بریده روغ رمټ ووت.

هغه په ۲۰۰۷ کال په عراق کې د توکمیز اړدوړ پرمهال د امریکا سفیر وټاکل شو.

شنونکي وايي د ښاغلي کروکر لومړۍ مسؤولیت به د واشنګټن او کرزي ترمنځ د ترینګلو شوو اړیکو بېرته رغول وي.

په افغانستان کې د امریکا د مخکني سفیر کارل ایکنبري او کرزي ترمنځ اړيکي څه ناڅه خړ پړ شوي وو.

خو د شنونکو په وینا، که څه هم ظاهراً کرزی پر امریکا نیوکه کوي، خو ملاتړ ته یې ډېره اړتیا لري.

ورته مطالب