ملي امنیت: د کابل پر هوايي ډګر پلان شوی برید شنډ شو

د کابل هوايي ډګر ته یوه تلونکې لار
Image caption د کابل هوايي ډګر له سختو امنيتي تدابیرو لاندې دی، چې د هېواد په کچه تر ټولو ډېر مسافر ترې بهر او له بهره افغانستان ته ستنېږي.

د افغانستان د ملي امنیت اداره وايي یوه داسې ډله یې نیولې، چې د کابل پر هوايي ډګر کې د یوه ستر برید پلان درلود.

سرچینه وايي، دغې ډلې د کابل پر هوايي ډګر د درنو وسلو، بمونو او د ځانمرګو بریدونو په مټ د یوه ستر برید پلان جوړ کړی و.

د ملي امنیت ویاند لطف الله مشعل وویل، برید کوونکو غوښتل چې پر مسافر وړونکو الوتکو هم برید وکړي، خو له وخت وړاندې یې پلان شنډ کړای شو.

ښاغلي مشعل په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې نیول شوو کسانو خپل پلان شوی برید تر نیول کېدا وروسته افشا کړ:

''په کابل ښار کې د اورپکو دوه مهم پټن ځایونه کشف شول، نیول شوو کسانو منلې چې د کابل پر هوايي ډګر یې د برید پلان درلود، او همدارنګه د مسافر وړونکو الوتکو د راغورځولو پلان یې درلود.''

د ملي امنیت ویاند زیاته کړه، هغه درنې وسلې او چاودېدونکي توکي هم نیول شوي، چې دغو کسانو د کابل هوايي ډګر ته نژدې د برید لپاره ځای پرځای کړي وو.

دغه پلان داسې مهال افشا شو، چې د بهرنیو ځواکونو له خوا افغان ځواکونو ته د او سیمو امنيتي چارې وسپارل شوې.

ملي امنیت وايي، په تېرو دوو اوونیو کې د امنيت د لېږد د بهیر پرمهال د هېواد په بېلابېلو سیمو کې وسله والو بریدونه هم ډېر کړي دي.

Image caption د ملي امنیت ویاند زیاته کړه، هغه درنې وسلې او چاودېدونکي توکي هم نیول شوي، چې دغو کسانو د کابل هوايي ډګر ته نژدې د برید لپاره ځای پرځای کړي وو.

د ملي امنیت اداره زیاتوي، داسې استخباراتي راپورونه شته، چې وسله والو پر یو شمېر دولتي ادارو د بریدونو تابیا نیولې وه، چې په وینا یې دغه بریدونه له ترسره کېدا وړاندې شنډ شول.

د ملي امنیت د دارې ویاند خبریالانو ته وویل، تازه نیول شوو کسانو پر هوايي ډګر د برید کولو خبره منلې چې په خبره یې د جلال الدین حقاني له شبکې سره یې اړيکي لرل.

هغه دا هم وویل چې دغو کسانو پر هوايي ډګر پر برید سربېره، د مساپرو د نیولو او تښتولو پلان هم درلود.

د کابل هوايي ډګر له سختو امنيتي تدابیرو لاندې دی، چې د هېواد په کچه تر ټولو ډېر مسافر ترې بهر او له بهره افغانستان ته ستنېږي.

ورته مطالب