افغانستان کې د بشري حقونو سرغړونې ډېرې شوې

خوست
Image caption د بشري حقونو خپلواک کمېسیون دا نه مني چې ګنې په خوست ولایت کې له بشري حقونو نه شوي سرغړونې دوی نه دي ارزولې او اړوندې ادارې یې پرې خبرې کړي نه دي.

لسګونو مدني ټولنو په خوست ولایت کې د یوه لیک لارې د افغانستان د بشري حقونو له خپلواک کمېسیونه غوښتي چې هلته خپل یو دفتر پرانیزي.

خوست مېشتي ادعا لري چې دغلته له بشري حقونو نه د سرغړونې ګڼې پېښې کیږي خو، د پلټلو او ارزولو یې څوک نشته.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي د بودېجې د کموالي او نورو امکاناتو د نشتوالي له کبله په هر ولایت کې څانګه پرانیستی نشي.

دغه کمېسیون دا مهال د هېواد په اتو برخو کې سېمییز دفترونه لري چې د ورڅېرمه ولایتونو پېښې هم ارزوي او څاري.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د د دغه هېواد د اساسي قانون له مخې شاوخوا اته کاله وړاندې جوړ شو، چې اصلي دنده یې د بشري حقونو څار،رعایت اوښه کول بلل کېږي.

د کمېسیون مشر او شاوخوا اته نور کمېشنران د ولسمشر له لورې د پنځو کلونو لپاره ټاکل کېږي چې ولسمشر دغه موده غزولې هم شي.

د بشري حقونو کمېسیون د نورو دولتي ادارو په څېر خپله بودیجه هم د ماليي له وزارت نه ترلاسه کوي.

د دغه کمېسیون دفترونه تر ډېره د هېواد په لویو ښارونولکه کابل، جلال اباد، ګردیز، کندهار، هرات، کندز، مزارشریف اوبامیانو دي، چې هر سیمه ییز دفتر شاوخوا درې نور ښارونه او اړوندې سیمې تر خپل کاري پوښښ لاندې لري.

د کمېسیون مسؤولین وايي هغوو اړوندو سیمو کې چې د دوی کار کوونکي او څانګې نه شته، د نورو مدني ټولنو استازي په رضاکارانه ډول دوی ته د بشري حقونو د سرغړونې د پېښو په تړاوو معلومات ورکوي، او دوی هم کله ناکله دغو سیمو ته پېښه کوي.

خو کمېسیون په دې وروستیو کې په یو شمېر ولایتونو کې د پېښو د زیاتوالي له کبله پر سیمییزو دفترونو سربېره یو شمېر نورې ولایتي څانګي هم پرانېستي دي.

د کمېسیون ویاند نادر نادري وايي نوي ولایتي دفترونه یې په هغو سېمو کې هم پرانېستي چې دامنیتي ستونزو له کبله د بشري حقونو فعالان ورته په خلاص مټ تګ راتګ نشو کولی.

خو په افغانستان کې داسې ډېرې لېرې پرتې سيمې او ولسوالۍ شته چې له بشري حقونو نه ګڼې سرغړونې په کې کېږي خو خبرونه یې په اسانۍ سره بهر ته لار نه شي موندلی، او د بشري حقونو کمېسیون هم په کې کوم فعالیت نه لري.

خوست ولایت هم له همدغو سېمو یو دی،د دغه ولایت د مدني ټولنو استازي وايي له تېرو څو کلونو راهېسې دغلته بشري حقونه په بیلا بیل ډول زیانمن شوي او لا زیانمنیږي خو، په وینا یې د ارزولو او څېړلو یې هېڅوک هم نشته.

همدا څو ورځې د مخه شاوخوا ۵۰ خوست مېشتو مدني ټولنو د یوه لیک له لارې د بشري حقونو له خپلواک کمېسیون نه وغوښتل چې په دغه ولایت کې خپل یو مستقل دفتر پرانیزي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون دا نه مني چې ګنې په خوست ولایت کې له بشري حقونو نه شوي سرغړونې دوی نه دي ارزولې او اړوندې ادارې یې پرې خبرې کړي نه دي،کمېسیون وايي د خوست ولایت ټولې پېښې د پکتیا د مرګز ګردیز ولایتي دفتر څاري.

ویاند نادر نادري وايي دوی تر ډېره هڅه کړې چې د افغانستان نژدې هر ښار او هره سیمه ترخپل کاري پوښښ لاندې وساتي،خو دا ځینې ستونزې دي چې ټولو ځایونو ته د دوی د ورتګ مخنیوی کوي.

نوموړي په دغه برخه کې د بودېجې او یو شمېر نورو امکاناتو نشتوالي ته ګوته نیسي.

ښاغلي نادري وویل، که افغان حکومت ورته بودېجه زیاته کړه دوی به د هېواد په ټولو ښارونو کې خپل سیمه ییز دفترونه پرانیزي او د بشري حقونو د سرغړونې ډېرې پټې پېښې به بربنډې او عاملین به یې په ګوته کړي.وړاندې د دغه کمېسیون بودېجه د نورو بسپنه ورکوونکو له لورې د افغان حکومت په سلا مشورې برابرېده خو اوس مخامخ د ماليې وزارت له لورې ورکول کېږي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون ویاند د ولسي تلفاتو په برخه کې د یو شمېر پېښو د تعقیبولو او محاکمې ته یې د عاملینو د ورپېژندلو خبره کوي.

د افغانستان د ماليې وزارت وايي دوی د هرې اړوندې ادارې کاري پراختیا ته په ګتو هغوی ته مالي بوديجه ټاکي.

د دغه وزارت ویاند عزیز شمس وايي ښايي په راتلونکي کې د افغانستان د خپلواک کمېسیون بودیجه هم تر اوسنۍ هغې زیاته شي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي دا مهال د هېواد په کچه شاوخوا پنځه سوه رسمي کار کوونکي لري.

خو اوس پوښتنه دا ده چې هغوو سېموته چې دغه کمېسیون لاسرسی لري،د بشري حقونو د خوندیتوب او ښه والي په برخه کې څومره اغېزناک ثابت شوی دی؟ او هغو سیمو کې چې د بشري حقونو څانګې په کې نشته،د خلکو څومره حقونه تر پښو لاندې شوي دي؟

تخار هغه ولایت دی چې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په کې کومه ولایتي څانګه نلري خو، د ورڅېرمه کندوز ولایت دفتر هغه ولایت هم څاري.

دغلته شاوخوا دوه میاشتې د مخه پر یوې ماشومې ډله ییز جنسي تېری وشو چې په لومړي ځل یې خبر له بي بي سي خپور شو.

د قرباني شوې نجلۍ کورنۍ وايي د بشري حقونو خپلواک کمېسیون کار کوونکي د دوی کور ته ورغلي او له دوی سره یې پر یو لړ مالي مرستو سربېره د تورنو کسانو د پېژندلو او محاکمې ته یې د کشولو په برخه کې د مرستو ژمنه هم کړې ده.

دلته به یوه بله ښځه هم واورو چې وايي خسر ګنۍ به یې پرې زور زیاتی کاوه اودا دبشري حقونوخپلواک کمېسیون وچې ددې غږ یې واورید.

خو داسې سېمې هم شته چې په کې له بشري حقونو سرغړونې په دوامداره ډول کیږي خو،دغه کمېسیون ورته رسیدلی نه دی.

غزنی هغه ولایت دی چې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په کې کومه څانګه نه لري، د دغه ولایت اوسېدونکي وايي له بشري حقونو نه د سرغړونې ډېرې پېښې کیږي خو څوک ترې نه خبریږي.

د غزني یو اوسېدونکی جاوید وايي د دوی په سېمو کې انساني حقونه تر ډېره تر پښو لاندې کیږي خو د قربانیانو غږ اوچتونکي نشته.

په خوست کې د بشري حقونو د چارو یو کارپوه عزیز الله ځلاند په خپل ولایت کې هم له بشري حقونو نه د سرغړونې د پېښو نکل کوي.

خو له دې هرڅه سره سره په ټوله کې په افغانستان کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د فعالیتونو او شتوالي په تړاوو د خلکو او کارپوهانو نظرونه هم سره وېشلي دي.

ځينې دغه کمېسیون له کمزورو خلکو سره د مرستو یوه لویه مرجع بولي، خو ځينې نور یې بیا فعالیتونه هومره اغیزناک نه بولي.

یو افغان کارپوه میر ولي جان لګڼوال د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د افغان قضايي او عدلي ځواکونو یو ښه ملاتړی بولي.

خو یو شمېر نور په دې باور دي چې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون کارونه تر ډېره نمایشي بڼه لري، او تراوسه یې په عملي برخه کې هومره د پام وړ کارونه ترسره کړي نه دي.

بریالی ضیا چې د مدني ټولنو یو استازی دی وايي د بشري حقونو خپلواک کمېسیون تراوسه اصلي سرغړوونکي خلکو ته پېژندلي نه دي.

Image caption په تخار کې شاوخوا دوه میاشتې د مخه پر یوې ماشومې ډله ییز جنسي تېری وشو چې په لومړي ځل یې خبر له بي بي سي خپور شو.

خو له دې هرڅه سره سره د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون وایي په تېرو شاوخوا اتو کلونو کې د بشري حقونو د سرغړونې نژدې ۵۰ زره بېلابېلې پېښې ثبتې کړي، ارزولي او په اړه یې اړوندو حکومتي او ناحکومتي ادارو ته سپارښتنې کړي دي.

په دغو پېښو کې ډېری د زورواکانو له لورې د کمزورو خلکو د ځمکو او جایدادونو د غصب پېښې یادېږي چې د کمېسیون د مسوولینو په خبره په پرله پسې او سیستماتیک ډول تکراریږي.

د کمېسیون ویاند نادر نادري وايي له خپلو ارزول شوو ډېرو پېښو نه یې مثبتې نتیجې ترلاسه کړي دی، نوموړی د ولسي تلفاتو په برخه کې د یو شمېر پېښو د تعقیبولو او محاکمې ته یې د عاملینو د ورپېژندلو خبره هم کوي.

ورته مطالب