کرزی: د لېږد بهیر د افغانستان لپاره یوه بریا وه

حامد کرزی
Image caption ولسمشر کرزي په خپلو خبرو کې وویل، افغانانو ته د امنیت له لیږد سره، اوس د وسله والو مخالفانو لپاره دا بهانه نه شته، چې ګواګې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د شتون پر وړاندې جنګېږي.

د افغانستان ولسمشر د انتقال د بهیرلومړی پړاو، چې په اوو سیمو کې پای ته ورسېد، بریالی اعلان کړ او دا یې د خپل هېواد لپاره خورا مهم اقدام وبالۀ.

ښاغلي کرزي، چې نن (سه شنبه) یې په ارګ کې خبریالانو ته خبرې کولې، وویل، د افغانستان ملت له تېرو دو لسیزو رهیسې په تمه و، چې افغان ملي ځواکونه به د خپلې خاورې ساتنه په خپل مټ کوي.

ولسمشر کرزي د دولت له وسله والو مخالفانو وغوښتل، چې نور دې په بهانه په هېواد کې جګړه نه کوي، چې ګواکي بهرني پوځونو په افغانستان کې مېشت دي.

د ه وویل، اوس د انتقال بهیر پیل شوی او داسې هېڅ دلیل نه شته، چې مخالفان دې د بهرنیانو د شتون په بهانه جکړو ته دوام ورکړي.

ښاغلي کرزي همدارنګه وویل، که چېرې وسله وال طالبان بیا هم خپلو بریدونو ته دوام ورکړي، نو د ده په وینا بیا یې مانا دا ده، چې دوی د بهرنیانو لپاره کار کوي او دې ته زمینه برابروي، چې بهرنیان همدلته پاتې شي

ولسمشر کرزي له بهرنیو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د امنیت د لېږد لومړی پړاو بریالی وباله او وىې ویل، چې په راتلونکې کې به د نور ولایتونو د امنیت چارې هم افغان ځواکونو ته وسپارل شي.

''د امنیت د لېږد لومړی پړاو په بریالیتوب سره پای ته ورسېد او تاسې ټول ته د دې اقدام مبارکي وایم. د دې ستر او مهم کار تر سره کول، زموږ لپاره ډیر مهم و. دا داسې یو اقدام دی، چې د افغانستان ملت یې له تیرو درو لسیزو راهسې په تمه وو. زموږ خلکو تمه درلوده، چې داسې یوه ورځ به انشاءالله راځي، چې د افغانستان ځواکونه او زموږ ځوانان د خپل پیاوړي مټ په زور د خپل هېواد خپلواکي، عرضي تمامیت، ملي حاکمیت او د خپل هېواد دفاع په خپل لاس کې واخلي.''

افغانانو ځواکونو ته د امنیت د لېږد په لومړي پړواکې د لښکرګاه، هرات ښار، مهترلام ښار او د بامیانو، پنجشېر او له سروبي ولسوالۍ پرته د کابل و لایت امنیت چارې افغان ځواکونو ته وسپارل شوې.

ولسمشر کرزي په خپلو خبرو کې وویل، افغانانو ته د امنیت له لیږد سره، اوس د وسله والو مخالفانو لپاره دا بهانه نه شته، چې ګواګې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د شتون پر وړاندې جنګېږي.

Image caption افغانانو ځواکونو ته د امنیت د لېږد په لومړي پړواکې د لښکرګاه، هرات ښار، مهترلام ښار او د بامیانو، پنجشېر او له سروبي ولسوالۍ پرته د کابل و لایت امنیت چارې افغان ځواکونو ته وسپارل شوې.

ده وویل، چې د ۲۰۱۴ میلادي کال تر پایه به په افغانستان کې د امنیت ټولې چارې له بهرنیانو څخه افغان ځواکونو ته وسپارل شي.

خو ولسمشر کرزي دا هم وویل، که چېرې وسله وال طالبان بیا هم خپلو بریدونو ته دوام ورکړي، نو په وینا یې دا د دې مانا لري، چې دوی په افغانستان کې د بهرنیو د شتون لپاره زمینه برابروي او د هغوی لپاره کار کوي.

که څه هم ښاغلي کرزي په خپلو خبرو کې وویل، چې افغانستان ته د ورپېښو ګواښونو له مخې د بهرنیانو مرستو ته اړتیا لري، خو وايي، چې د مرستو په اخیستلو خوشاله نه دی.

په دغه غونډه کې، چې یو شمېر امنیتي چارواکو هم په کې برخه اخیستې وه، ښاغلي کرزي وویل، چې افغان ځواکونه د دې وړتیا لري چې امنیتي مسؤولیتونه پرغاړه واخلي.

ورته مطالب