کونړ: د ناټو بمبار درې ملکي وګړي ووژل

کونړ
Image caption د وټه پور ولسوال وايي وژل شوي ماشومان او ملا امام غره ته په خاشاکو راټولولو پسې تللي و.

د افغانستان په ختيځ ولایت کونړ کې د ایساف چورلکې دوه ماشومان او یو ملا امام په ډزو وژلي او ماشوم یې ټپي کړ.

د کونړ د وټه پور ولسوال زلمي یوسفزي بي بي سي ته وویل، تېره مازدیګر په سیمه کې د ایساف پر اډه تر توغندي وروسته د ایساف چورلکې پر ملکي کسانو بمبار کړی.

ښاغلی یوسفزی زیاتوي، په برید کې دوه ماشومان او یو ملا امام، چې د خاشاکو راټولولو لپاره غره ته تللي وو، وژل شوي او درې کسه نور ټپیان دي.

نوموړی وايي چې وژل شوي ماشومان د ښوونځي زده کوونکي دي.

خو په کونړ کې ایساف ځواکونو ویلي، چې په یاده سیمه کې ددوی چورلکې هېڅ بمبار نه دی کړی.

خو د کونړ چارواکي او ځايي خلک وايي چې وژل شوی ملا امام او ماشومان یې خښ کړل.

د همدې (وټه پور) ولسوالۍ په ګاونډ ماڼوګي ولسوالۍ کې وړمه شپه د ناټو یوه دوه څرخ لرونکې چورلکه د طالبانو په ډزو تر ویشتل کېدا وروسته لولپه شوې ده.

ځايي چارواکي وايي چورلکه د اوږې په راکټ ویشتل شوې چې په بشپړه توګه له منځه تللې ده.

د برید پړه په سیمه کې د حزب اسلامي او طالبانو وسله والو ډلو پرغاړه اخیستې ده، خو طالبان ادعا کوي، چې په چورلکه کې ۲۲ سرتېري وژل شوي، چې دا ادعا کومې سرچینې نه ده تایید کړې.

Image caption په کونړ کې د ناټو چورلکه د طالبانو د راکټي برید په پایله کې رالوېدلې ده.

برید کوونکی د ناټو بلې چورلکې په نښه کړی او وژل شوی.

بل خوا، په کونړ کې د یونما د استازۍ له خوا د ملکي مرګ ژوبلې د مخنيوي په اړه خبري کنفرانس لري.

په افغانستان کې د ملکي مرګ ژوبلې مساله پر یوې ناندریزه موضوع اوښتې ده.

په تازه پېښو کې د تېرې جمعې پر ورځ د میدان وردګو ولایت په سید اباد ولسوالۍ کې د وسله والو او بهرنیو ځواکونو ترمنځ په نښته کې د ناټه په ډزو څلور ولسي وګړي ووژل شول.

او تر هغه وړاندې، په سوېلي ولایت هلمند کې پنځه افغان ماشومان د بهرنیو ځواکونو له خوا ټپیان شول.

ورته مطالب