د اروزګان بريدونو کې د بي بي سي خبريال احمد امید خپلواک وژل شوی

احمد امید خپلواک
Image caption احمد امید خپلواک ۲۵ کلن و.

په خواشينۍ سره خبر رارسېدلی چې د اروزګان په ننيو (پنچشنبې/زيارت) ورځې بريدونو کې د بي بي سي خبريال احمد امید خپلواک هم وژل شوی دی.

دی ۲۵ کلن و. ده په تېرو دريو کلونو کې د بي بي سي لپاره له سيمې منظم خبرونه ورکول، او د پژواک خبري اژانس لپاره يې هم کار کاوه او پر دې سربېره يې په يوه ځايي راډيو کې هم پروګرامونه وړاندې کول.

راپورونه وايي دی د ځايي ټلوېزيون او راډيو دفتر کې په کار بوخت و چې وسله والو پرودانۍ بريد وکړ.

احمد امید خپلواک د بي بي سي د خورا ډېر ارزښت څښتن همکار و، چې په خواشينۍ به مو ترمنځ نه وي.

د اروزګان د بريدونو او احمد امید خپلواک د مرګ په اړه راپور دلته اورېدی شیء:

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د احمد امید خپلواک ژوند ليک

ارواښاد احمد اميد خپلواک د غلام نبي زوى او د عبدالحميد لمسى و چې له اوس نه ۲۵ کاله مخکې د پلازمېنې کابل په خیرخانه مېنه کې زیږدېدلی دی.

ښوونځی یې تر ۱۱ ټولګي پورې د کابل په یکه توت لېسه کې لوستی.

Image caption احمد امېد خپلواک د ارزگان ولايت د دهراود په تنگي کلي کې زيږيدلى و

خو چې په کابل کې کورنۍ جگړې پيل شوې احمد امید خپلواک له خپلې کورنۍ سره اروزگان ته ولېږدېد او ۱۲ ټولګی یې د سيدال شا په لېسه کې بشپړ کړ.

دی سږ کال د اروزگان له عالي دار المعلمين نه فارغ شوى و. احمد اميد خپلواک له څو کلونو راهيسې د خبريالۍ دنده ترسره کوله.

ده له دريو کلونو راهيسې له بي بي سي سره کار کاوه او د ژوندانه د هر اړخ په اړه يې بې پرې راپورونه ورکول سربېره پر بي بي سي يې له پژواک خبري اژانس او يوې سيمه ييزې راډيو سره هم د خبريال په توگه کار کاوه.

ارواښاد احمد اميد خپلواک يو ورور لري، دوه کاله مخکې يې واده کړی و او يوه دوه مباستنې لورکۍ ترې پاتې ده.

احمد امید خپلواک پر پنجشنبې/ زيارت د خپل مرګ پر ورځ د بي بي سي سهارنۍ خپرونې سره غږېدلی و.

د ده وروستۍ مرکه او راپور دلته اورېدلی شیء:

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د بريدونو حال

نن له غرمې وروسته شپږو ځانمرګيو بریدګرو د ارزګان په مرکز ترینکوټ کې د ولایت ودانۍ او د سیمه ییز ټلوېزیون دفتر ته ننوتلي دي.

وروستی راپورونه وايي چې په بريدونو کې څه د پاسه ۲۰ کسان وژل شوي دي.

دریو برید کوونکو له ځان سره وړي چاودېدونکي توکي الوزولي او یو بل یې د امنیتي ځواکونو په ډزو وژل شوی دی.

د اروزګان امنیتي چارواکي وایې د ولایت په ودانۍ کې اوس هم له دوه تنه برید کوونکيو سره په نښتو بوخت دي.

دا برید داسي مهال شوی چې تېره شپه په همدې ترینکوټ ښار کې د حج او اوقافو ریس مولوي حمد الله د دوو موټر سایکل سپرو وسله والو کسانو له خوا په ډزو ژوبل شو.

نوموړي هڅه کوله چې طالبان د سولي بهیر ته وهڅوي.

تر دې څو ورځې وړاندې د اروزګان پخوانی والي او د ولسمشر کرزي ستر سلاکار جان محمد خان په و لسي جرګې کې د اروزګان له یوه استازي هاشم وطن وال سره یوځای په کابل کې په خپل کور کې په يو برید کې ووژل شو.

ورته مطالب