بي بي سي د احمد امېد په وير چوپتيا وکړه

بي بي سي چوپتيا د انځور حقوق b
Image caption د بي بي سي نړيوالې څانګې کارکوونکي د لندن پر وخت د غرمې ۱۲ بجو د اروښاد خپلواک پر وژنه يوه دقيقه چوپتيا وکړه.

د بي بي سي نړيوالې څانګې بېلابېلو ژبو کارکوونکي په بوش هوس کې پښتو څانګې ته د احمد امېد خپلواک د مرګ پر وير راغلي وو.

دوی ټولو د لندن پر وخت د غرمې ۱۲ بجو د اروښاد خپلواک پر وژنه يوه دقيقه چوپتيا وکړه.

د بي بي سي افغانستان څانګې مشر لطف الله لطيف د نړيوالې څانګې کارکوونکو له خواخوږۍ مننه وکړه، او هغو ستونزو او ګواښونو ته يې اشاره وکړه چې افغان خبريالان په کې د افغانستان په بېلا بېلو برخو کې د کار په مهال ورسره مخامخ کېږي.

د بي بي سي نړيوالې څانګې مشر پيټر هاروکس وويل بي بي سي به د هغو شرايطو پلټنه کوي چې احمد امېد خپلواک په کې وژل شوی دی:

''د بي بي سي نړيوالې څانګې ژورنالستان نن سره راغونډ شوي وو، چې د خپل وژل شوي همکار کورنۍ ته خپل ژور خپګان او خواشيني څرګنده کړو. د بي بي سي خبريالانو خونديتوب د هغه رول له مخې چې دوی يې لوبوي او نړۍ ته په کې رښتيا راوړي، ډېر مهم دی.

نو بي بي سي به د ده د مرګ شرايطو په اړه پلټنه کوي، او په څومره ښه ډول چې کولی شو د افغانستان په بېلابېلو برخو کې به خپلې ډلې ته خونديتوب او ملاتړ برابروو، چې د دوی امنيت په کې ډاډمن شي.

دغه خبريالان له لندن او د نړۍ له بېلابېلو برخو د بي بي سي ملاتړ لري. طبعا به د احمد امېد کورنۍ سره ټول ملاتړ او خواخوږي کوو، په دغه ژور او خواشينونکي زيان کې زموږ زړونه له دوی سره دي.''

دا راپور دلته اورېدی شیء:

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پر بوش هاوس سربېره د بي بي سي ټلوزيون کارکوونکي په خپله ودانۍ کې د احمد امېد خپلواک د انځور چاپېر راغونډ شوي، او د ده زړورتيا ته يې سلامي وکړه.

دوی ټولو د بي بي سي د پښتو او دري څانګو له کارکوونکيو سره د خپل همکار پر مرګ غم او خواشيني شريکوله.

په کابل، پېښور او اسلام اباد کې هم د بي بي سي په دفترونو کې ټولو همکارانو د احمد خپلواک روح ته دعاګانې کړې دي.

ورته مطالب