په افغانستان کې زیاتېدونکی تاوتریخوالی: سببونه او انګیزې یې

افغان سرتېري
Image caption وسله وال مخالفین غواړي وښيي چې دوی ځوابي ګوزار کولی شي او ددغو پرشاتګونو او وژنو له کبله دوی خپل مورال له لاسه نه دی ورکړی.

سږ کال دوبی لس کاله مخکې د نړیوال ایتلاف له خوا د طالبانو د حکومت له ړنګېدو راهیسې تر ټولو خونړی دی.

د بهرنیو ځواکونو ملاتړ لرونکی افغان حکومت او وسله وال مخالفین یې دواړه تر خپله وسه هڅه کوي چې تر راروان ژمي پورې د جګړې تر سړېدو وړاندې جګړه په خپله ګټه تمامه کړي او برلاسی ترګوتو کړي، ځکه هیله کېږي چې په ژمي کې به د افغانستان د شخړې د هوارولو لپاره جدي خبرې پيل شي.

وسله وال مخالفین غواړي وښيي چې دوی ځوابي ګوزار کولی شي او ددغو پرشاتګونو او وژنو له کبله دوی خپل مورال له لاسه نه دی ورکړی.

د سولې پروسه لا له وړاندې په افغانستان کې پیل شوې ده او د نړیوالې ټولنې په مرسته د یوه سیاسي جوړجاړي لپاره ځمکه هوارېږي.

پر همدې مهال د افغان امنيتي ځواکونو وړتیا او شمېر ډېرېږي او له بهرنیو ځواکونو افغان ځواکونو ته د امنیتي چارو د سپارلو بهیر یوه اوونۍ مخکې پیل شو او ټاکل شوې چې د ۲۰۱۴ کال تر پایه بشپړ شي. دا به له افغانستان څخه د بهرنیو ځوکونو وتلو ته لار هواره کړي.

ستراتيژيک بدلون

خو یو داسې ستراتيژيک بدلون بڼه اخلي چې نه یوازې په افغانستان کې د ننه حالت پراخ اغېز وکړي، بلکې په سیمه کې به د قدرت پر توازن هم تاثیر ولري.

امریکا له افغان حکومت سره په هېواد کې د امریکا د اوږدمهاله پاتې کېدو د جوړجاړي پر سر خبرې کوي.

ښکاره خبره ده هغه چې ددې مخالف دي، ددې بهیر ګډوډول غواړي.

په ماهرانه توګه ترسره کېدونکو بریدونو کې د زیاتوالي هدف دا هم دی چې وېره خوره شي او یو داسې احساس رامنځ ته شي چې افغان حکومت او نړیوال ملګري یې د وسله والو مخالفینو په ماتولو کې ناکامه شوي دي.

ددې ترڅنګ وسله والو مخالفینو ته ډېر زیانونه اوښتي دي.

وسله والو مخالفینو خپل ځینې مرکزونه، په ځانګړې توګه د هېواد په سوېل کې له لاسه ورکړي دي.

ووژنه یا ونیسه

د منځنۍ کچې سلګونه قومندانان یې د ناټو په ووژنه او ونیسه عملیاتو کې وژل شوي یا نیول شوي دي.

وسله وال مخالفین غواړي وښيي چې دوی ځوابي ګوزار کولی شي او ددغو پرشاتګونو او وژنو له کبله دوی خپل مورال له لاسه نه دی ورکړی.

افغان په عمومي توګه د خپلو ستونزو پړه پر بهرنیانو اچوي، ډېرې یې سیمه ییز هېوادونه په ځانګړې توګه ګاونډیان په دې تورنوي چې په افغانستان کې د خپل نفوذ د ډېرېدو لپاره هر لار چې کولای شي، پلی کوي.

ورته مطالب