د احمد امید خپلواک په یاد کې

احمد امید خپلواک
Image caption ۲۵ کلن خدای بښلي امید با ادبه کرکتر او د دې وړتیا یې درلوده، چې تر ډېر وخت یو څه ته غوږ کېږدي.

احمد امید خپلواک د افغانستان په اروزګان ولایت کې د بي بي سي لپاره کار کاوه، نوموړی په پنجشنبه د جولای پر ۲۸مه د یوه برید پرمهال ووژل شو.

دده همکار او په افغانستان کې د بي بي سي د نړیوال سرویس ددفتر مخکيني مشر داود اعظمي دی له درو کالو راهیسې پېژانده او د یوه داسې کس په توګه د هغه یاد نمانځي چې له ژوند او امیده ډک وو.

نوموړي د احمد امید خپلواک په یاد کې د بي بي سي انګریزي څانګې لپاره یو مطلب لیکلی چې دلته یې ژباړه درته وړاندې کېږي.

د هغې ورځې چې دی په کې ووژل شو، په سهار په پښتو کې د بي بي سي لپاره د امید رالېږلی راپور خپور شو.

خو دا د هغه وروستی راپور ثابت شو .

ده خپل ددغه راپور پیل داسې کړی و:

''د بي بي سي ګرانو اورېدونکو! زه د دهراوت په ولسوالۍ کې چې په یوه نوي ښارګوټي کې چې اوولس سوه نوي کورونه جوړېږي، ددې ځای اوسېدونکي وايي چې خوشاله دي ځکه اوس کار لري او خپل ښار یې هم جوړېږي.''

امید تر دې وروسته د ورځې په نیمايي کې د اروزګان په مرکز تریکوټ کې د رادیو او تلوېزیون مرکز ته ولاړ چې ده ددفتر په توګه هم کاراوه، ده به زیاتره مهال هلته کار کاوه، انټرنېټ به یې کاراوه او د رادیويي راپورونو اېډېټ به یې کاوه.

''مرګی راغلی''

ځاننرګو برید کوونکو چې کله خپل برید پیل کړی، دی همدلته وو، دده مشر ورور (احمد جاوید) وايي چې هغه و ده ته دوه تیلې فوني پیغامونه ولېږل، په لومړي پیغام کې یې ل یکل شوي وو:

''زه پټ یم، مرګی راغلی دی.''

په دویم پیغام کې یې ویلي وو:

''که مړ شوم، دعاوې کوﺉ''

د ورځې په پای کې د امید کورنۍ د هغه په جنازه کې ګډون وکړ. د کورنۍ غړو یې ویل چې بدن یې په یوولسو مرمیو لګېدلی وو.

ناسم ځای او ناسم وخت

د یو شمېر نورو افغان ملکي وګړو غوندې، امید ''په ناسم وخت کې په ناسم ځای'' کې و. او له دې کبله یې خپل ژوند وبایلود.

امید په دا وروستیو کې واده کړی و. دده کوچنۍ لور د درو میاشتو ده.

امید یوازې ۲۵ کلن و، خو دده په ژوند کې پرله پسې ل ویو او ډول ډول پېښو دی تر خپل اصلي عمر ډېر پوخ کړی و.

دی ادبناک او حساس وو او تر ډېره وخته به پټه خوله ناست و، خبرې به یې اورېدې، خو پر همدې مهال ټوکي هم وو، او ټ،کې به یې کولې چې موږ ټول به یې خندولو.

امید هره ورځ خپل شاوخوا مرګ لیده، زه به حیران وم چې په یوه داسې خونړي چاپېریال کې د اوسېدو سره سره دی تل پر دې توانېدلی وو چې ځان خوشاله وساتي.

امید په دې خبر وو چې شاوخوا یې څه تېرېږي، او غوښتل یې چې د خپلې سیمې حالات د نړۍ له نورو خلکو سره هم شریک کړي.

ده خپل راپورونه په ډېر احتیاط جوړول او په ځانګړې توګه یې د بي بي سي د بې طرفۍ، توازن او سموالي اصول په پام کې نیول.

دده راپورونه انګریزي ویونکو اورېدونکو او لوستونکو ته هم ورسېدل، یو وخت ده څو ساعته مزل وکړ چې د اروزګان والي ته په یوه ځانګړي پروګرام کې د خلکو پوښتنې راغونډې کړي چې څرنګه امنيتي اندېښنې د بیارغاونې په کارونو کې خنډ جوړېږي.

''ته خدای نه یې''

کله کله به یې ماته تیلې فون وکړ چې د وسله والو مخالفینو یو قومندان به له دې کبله ګواښنه ورته کړې وه چې ولې یې د هغو د یو برید په اړه راپور نه دی جوړ کړی یا یې د هغو نظر نه دی اخیستی.

ځینې وختونه به د ځایي چارواکو شکایتونه وو.

دا حالت زموږ دواړو لپاره ستونزمن وو، زما په یاد دي چې کله ده یو وخت ماته وویل چې د یوه ځايي حکومت مخالف وسله وال قومندان سره یې پر تیلې فون جنجال کړی وو.

ما پوښتنه ځنې وکړه چې بیا څه وشول، ده وویل:

''ما قومندان ته وویل چې ځه هرڅه چې کوې، لاس دې آزاد. ته خو څه خدای نه یې. ''

ډېر وختونه به زه اړ شوم چې له افغان چارواکو او طالبانو ویاندانو سره خبرې وکړم، زموږ تګلاره او اصول ورته بیان کړم او دا ورته ووایم چې که د کوم شي په اړه موږ راپور نه درلود، نو ددې پړه دې زموږ پر ولايتي همکارانو نه اچوي.

یادګاري څلی

امید د بي بي سي درېیم خبریال دی چې په ان کې ووژل شو. میرویس جلیل په ۱۹۹۰مو کلونو کې په کابل کې د تنظيمي جګړو پرمهال ژوند له لاسه وکړی وو، عبدالصمد روحاني درې کاله وړاندې په هلمند ولایت کې د نامعلومو وسله والو لخوا ووژل شو.

یوڅو میاشتې مخکې زه د امریکا په پلازمېنه واشنګټن کې د خبر او خبریالۍ نړیوال شهرت لرونکي موزیم ته ولاړم چې نیوزیم (Nuseum) نومېږي او هلته مې د ژورنالیستانو یادګاري څلی ولید، ما هلته د نورو وژل شوو همکارو ژورنالیستانو ترڅنګ د عبدالصمد روحاني نوم هم ولید.

خو ما هېڅکله دا فکر هم نه وو کړی چې د احمد امید خپلواک نوم به دومره ژر پردې یادګاري څلي ولیکل شي.

امید تر خپل شا خپله مور او پلار، خپله مېرمن او لور او یو مشر ورور او درې خویندې پرې اېښې دي.

ورته مطالب