'په روژه کې د خوراکي توکو بیه راټیټوو'

د انځور حقوق AP
Image caption د افغانستان د سوداګرۍ خونه وايي، چې د پاکستان له بندرونو څخه افغانستان ته د افغان سوداګرو د مالونو په و رسېدو به په دغه هیواد کې د خوراکي توکو بیې راښکته شي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، چې د افغان سوداګرو په مرسته داسې پروګرام په پام کې لري، چې د روژې په میاشت کې د لومړنیو توکو بیې له ۳۰ څخه تر ۴۰ فیصدو پورې راښکته کړي.

د سوداګرۍ خونې چارواکي وايي، چې د لومړنیو توکو د سوداګرو داسې کمیسیون یې جوړ کړی، چې د افغانستان په بازارونو کې به د خوراکي توکو د بیو د ګرانۍ څارنه کوي او مخه به یې نیسي.

د افغانستان د سوداګرۍ خونه وايي، چې د پاکستان له بندرونو څخه افغانستان ته د افغان سوداګرو د مالونو په و رسېدو به په دغه هیواد کې د خوراکي توکو بیې راښکته شي.

د سوداګرۍ خونې په وینا، دوی د روژې له رارسیدو سره سم داسې پروګرام په پام کې نیولی، چې په و ینا دافغانستان په بازارونو کې به د خوراکي توکو بیې له ۳۰ څخه تر ۴۰ فیصدو پورې راښکته کړي.

د سودا ګرې او صنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزی وايي، په بازارونو کې د بیو د کنټرو او څارلو لپاره یې له افغان سوداګرو څخه داسې کمیسیون جوړ کړی، چې د ده په و ینا په ټول افغانستان کې به د توکو بیې کنټرولوي.

اوس مهال د افغانستان په بازارونو کې د تیرې یوې میاشتې په پرتله د خوراکي توکو بیې شل فیصده لوړې شوي دي. خو ښاغلی الکوزی وايي، که کوم سوداګر د روژې په میاشت کې د دغه کمیسیون دپریکړې خلاف په لوړه بیه توکوي وپلوري، نو د ده په قول قانوني چلند به ورسره وشي.

Image caption هر کال د روژې په میاشت کې د افغانستان په بازارونو کې د پيریدلو تقاضا ډیریږي ، چې د بیو د لوړیدیو سبب کیږي، خو له سبا ورسته به مالومه شي، چې د سوداګرۍ او صنایعو د خونې دغه پروګرام د بیو په ټیټیدو څومره اغیزه وکړي.

د سوداګرۍ خونه همدرانګه له افغان حکومت څخه غواړي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترانزیتي ستونزې لپاره دایمي حل پیدا کړي.

پاکستان اوسمهال له خپلې خاورې څخه د افغان سوداګرو مالونو ته د تیریدو اجازه ورکړې خو دا جازه یواځې د دوو میاشتو لپاره ده.

افغان سوداګرو، چې په کابل کې یې د سوداګرۍ له خونې سره غوڼده درلوده، وايي، چې د دغو مالونو په ورسیدو سره به د افغانستان بازارونه د خوراکي توکو له پلوه په ځان بسیه شي او د دوی په باور د روژې په میاشت کې به دخوراکوي موادو له کمښت سره نه مخ کیږي.

هر کال د روژې په میاشت کې د افغانستان په بازارونو کې د پيریدلو تقاضا ډیریږي ، چې د بیو د لوړیدیو سبب کیږي، خو له سبا ورسته به مالومه شي، چې د سوداګرۍ او صنایعو د خونې دغه پروګرام د بیو په ټیټیدو څومره اغیزه وکړي.

ورته مطالب