د حاجيګک کان د استخراج په اړه د شفافیت د بنسټ اندېښنې

حاجيګک
Image caption د افغانستان د کانو او معادنو وزارت وايي، ددغه کان استخراج هېواد ته د ګټې پر راوړلو سربېره دېرشو زرو کسانو ته د کار زمینه هم برابروي.

د افغانستان دولت شاوخوا لس کاله وړاندې د هېواد د ترټولو لوی اوسپنیز کان د استخراج کار داوطلبۍ ته وړاندې کړ چې ددغه کان په استخراج سره به هر کال افغانستان درې سوه میلیون ډلر عایدات ترلاسه کړي.

د شفایت او حساب ورکولو لپاره د څېړنیز او پالیسۍ د بنسټ د راپور له مخې به، د حاجيګک د معدن د استخراج چارې پیل شي.

دغه بنسټ په خپل راپور کې ویلي د مس عینک د کان تجربې وښوده که چېرې د معدن د استخراج تر کار وړاندې د خلکو ملکیتونو او اړوندو مسایلو ته پام ونه شي، داسې اندېښنه شته چې د معدن د استخراج چارې له خنډ او ځنډ سره مخامخ شي.

د شفایت او حساب ورکولو لپاره د څېړنیز او پالیسۍ د بنسټ یوه چارواکي جاوید نوراني په کابل کې وویل، د افغانستان دولت باید د چاپېریال مسایلو او په سیمه کې د ټولنیزو خدمتونو تامین ته په کتو سره د حاجیګک د کان د استخراج قرارداد لاسلیک کړي.

ښاغلی نوراني وايي ارزونو یې وښوده چې یو شمېر دولتي ادارو د حاجيګک معدن د قرارداد د لاسلیکولو او همدارنګه د استخراج د چارو د پیلولو لپاره چندان چمتووالی او پام نه دی کړی.

د افغانستان د کانو او معادنو وزارت ویاند جواد عمر دې اندېښنو ته په غبرګون کې وویل د حاجیګک کان د استخراج د پروژې او همدارنګه د ځايي اوسېدونکو لپاره د ټولنیزو خدمتونو وړاندې کول لا له وړاندې په پام کې نیول شوي دي:

''د نړۍ د اوسپنې د تر ټولو ستر کان حاجیګک کان د استخراج لپاره د داوطلبۍ بهیر دوام لري، او د چاپېریال ساتنې ټولنیز مسایل او نور موضوعات به له هغه شرکت سره چې داوطلبي وګټي، د قرارداد د لاسلیکولو پرمهال په پام کې ونیول شي . ''

د حاجيګک د معدنو کان د افغانستان په یوه ډېره بې وزله سیمه کې پروت دی، چې اوسېدونکي یې یوازې پر کرنیزو سرچینو تکیه کوي.

د افغانستان د کانو او معادنو وزارت وايي، ددغه کان استخراج هېواد ته د ګټې پر راوړلو سربېره دېرشو زرو کسانو ته د کار زمینه هم برابروي.

پر همدې مهال، د حاجیګک د اوسپنې کان د پروژې پیلول ددغې سیمې د خلکو لپاره یو خوشالوونکی خبر دی، چې تر ډېره له بې کارۍ سر ټکوي.

ورته مطالب