جمهوري غوښتونکي او ډموکراتان تر اوسه نه سره جوړيږي

هېري ریډ او بارک اوباما
Image caption د مشرانو د جرګې مشر ډموکراتی هېري ريډ يې د جمهوري غوښتونکو څخه غوښتله چې د دوی کړنلار ورسره ومني.

د امریکا د مشرانو جرګې رییس او دیموکرات هېري ریډ له جمهوریت غوښتونکو وغوښتل چې ددوی کړنلار ورسره ومني.

د ځينو لوېديځوالو له نظره د امريکا ددواړو ګوندونو روانې دعواوې او دنګلې چې که دا نخښه رښتيا ده دوی يې د اقتصادي ستونځو د يو سم حل په غم نيولي دي، اوس ټول يوه پرله پسې ننداره ځنې جوړه شوې ده.

دواړو جمهوري غوښتونکو او ډموکراتانو خپلې اوږدې خبرې سره وکړې او هره ډله پر خپله خبره ټينګه او د امريکا د اقتصادي ستونزو د حل لار يې يوازې خپله کړنلار بلله.

د مشرانو د جرګې مشر ډموکراتی هېري ريډ يې د جمهوري غوښتونکو څخه غوښتله چې د دوی کړنلار ورسره ومني.

ورته ويل يې چې اوس هم اوبه تر ورخه تېري نه دي. که چېرې جمهوري غوښتونکي د خير ګام کښېږدي او يوه بله برابره لار راوښيي نو اوس هم دده په قول اسمان پورته او مځکه کښته ده.

د جموري غوښتونکو استازي جان بونر يې ويل چې زموږ د ټولو ستونزه يوه ده اودده له قوله چې زه باور لرم په يو ډول د ډولو يو لار ورته برابروو.

پردې سربېره ولسمشر بارک اوباما يې هم لکه نورې ورځې د تلوار ورته وويل چې د مفلسۍ د مخنيوي په نيت چې هره لار ورته راباسو بايد چې د دواړو ګوندونو ملاتړ ورسره وي ځکه دده له قوله چې دواړه د امريکا د خلکو د استازيتوب په برکت دلته سره ناست دي او واشنګټن دده له قوله د يوې ډلې په پچه نه دی ختلی.

ده خپله پرونۍ خبره بيا وکړه چې ددغه ستونزې د خلاصون لارې شته او کانګرس دې دده په قول يوڅه ځان ستړی کړي په ولسي او مشرانو جرګو کې دي ملاتړ ومومي او زه به يې د سه شنبې په ورځ ور لاسليک کړم.

خو د واشنګټن د واکمنو پر نارو سربېره هم ځينې امريکايان سم دم په دې نظر دي چې دا مازې د راتلونکو ټاکنو لپاره د عامو امريکايانو د تېر ايستلو يوه ننداره ده.

دوی دا لانجه ګردسره يوه لويه خبره نه بولي او وايي چې اخير پر يوه معامله سره جوړېږي.

دوی وايي چې ددواړو ګوندونو په کړنلار کې ډېرې عملې خبرې سره يوشی دي مازې د وخت او پلي کېدو موده يې توپير سره لري.

دا خبرتيا يې رسنۍ اوس هم پورته پورته کوي چې که سره جوړ نه شول نو د امريکا مرکزي خزانه به د ډېرو امريکايي لګښتونو د تنخاوو له ورکړې بې وسه شي چې په افغانستان کې د جنګېدونکو لښکرو تنخاوې هم پورې تړلې دي.

د ويلو وړ ده چې دڅو شپو په روانو بحثونو کې د امريکا په پوځي بوديجه کې ګردسره خبرې شوې لا نه دي.

امريکايي سياستوال يې پر دو داسې نا برابرو لارو لګيا دي چې يوخو دوی په خپله نه سره پر جوړېږي او نه يې هم يوه ددې دو څخه داسې سمه کړنلار بلل کيږي چې د دوی د اقتصاد د چوک شوي اوښ غم دي وخوري.

پاڼ او پړانګ

ځينې خو يې وايي چې امريکا د پاڼ او پړانګ په مابين کې پرته ده ځکه چي بارک اوباما يې د کانګرس يا ولسي جرګې اکثريت جمهوري غوښتونکو غړوسره نه جوړېږي هغه په دې چې دغه جمهوري غوښتونکو کانګريسيانو تېر ميلادي کال د منځنيو ټاکنو ميدان هم وړی دی.

په ولسي جرګه کې ټوله نوي جمهوري غوښتونکي غړي په داسې حل ګردسره نه دي راضي چې د ماليې زياتېده په کې وي ځکه دوی په امريکا کې د ټي پارټي په نامه ګوند د ملاتړ په زور کانګرس ته راغلي چې د پورونو او لګښتونو د کمولو ژمني يې ورسره کولې.

خو اقتصاد پوهان يې په خپله وايي چې که ژر سره جوړ شي او که وروسته د امريکا اوسنۍ بدې ورځې ته اوس نه اشه ښه ده نه ګله ځکه د دوی د کنډو کپر اقتصاد هغه ډول ښه نه په کېږي چې هيله يې کېده.

ورته مطالب