سوداګرۍ وزارت: هر ولايت به يو صنعتي پارک ولري

Image caption اوس د افغانستان په اتو سترو ولايتونو کې صنعتي پارکونه موجود دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي په پام کې لري په ټولو ولایتونو کې صنعتي پارکونه جوړ کړي. د صنعتي پارکونو د رامنځ ته کیدو موخه په افغانستان کې د تولیدي فابریکو جوړول او د پانګونې جلبول دي.

پر همدې مهال د پانګونې عالي کمیسیون پریکړه کړې، چې په ځینو ولایتونو کې د صنعتي پارکونو د ځمکو د بیو ټاکل پيل کړي.

بل خوا د پانګونې د ملاتړ اداره یا ایسا وايي، د صنعتي پارکونو جوړول په افغانستان کې د پانګونې د غوړېدو لپاره يو مثبت ګام دی.

د سوداګرۍ وزارت وايی، د پا نګونې د راماتولو او د تولیدي فابریکو د رامنځ ته کیدو په موخه په ولایتونو کې د صنعتي پارکونو د جوړولو پلان لري.

د سوداګرۍ وزارت د خصوصي سکتور د برخې مرستیال متصل کمکي وايي، چې په دې برخه کې د صنعتي پارکونو د ځمکو د بیه کولو کار پيل شوی او د ده په وینا باید په هر ولایت کې لږ ترلږه یو صنعتي پارک جوړ شي.

اوسمهال د افغانستان په اتو ولایتونو کې صنعتي پارکونه فعال دي، خو افغان سوداګر او پانګوال په صنعتي پارکونو کې د امکاناتو او سرچینو له کمښت څخه شکایت کوي او وايي، د دې ستونزې د حل لپاره اړین ګامونه، نه دي اخیستل شوي.

وزارت په صنعتي پارکونو کې امنیتي ستونزې او د امکاناتو کمښت مني، خو ټنګار يې دا دی چې د دغو ستونزو د حل لپاره تازه پلانونه لري.

پر همدې مهال د افغانستان د پانګونې د ملاتړ ادارې يو چارواکی روح الله احمدزی وايي، په نورو ولایتونو کې د صنعتي پارکونو جوړول، په دغه هیواد کې د پانګونې د راماتولو لپاره زمینه برابروي.

ښاغلي احمدزي زیاته کړه د صنعتي پارکونو په جوړولو کې به د افغانستان د قانون له مخې بهرنیو پانګوالو ته هم د برخې اخیستلو اجازه ورکړل شي.

د بریښنا نشتوالی او امنیتي ننګونې هغه دوه لويې ستونزې دي، چې په افغانستان کې د صنعتي پارکونو د جوړیدو په مخ کې خنډونه جوړوي.

ورته مطالب