افغان خبریالان او پر وړاندې يې ننګونې

Image caption د بي بي سي خبریال احمد امېد خپلواک د تېرې پنجشنبې پر ورځ د يوه بريد په ترڅ کې ووژل شو.

د بي بي سي د خبریال احمد امید خپلواک له وژنې وروسته په افغانستان کې د ژورنالستانو د ژوند د خوندیتوب په اړه ګڼې اندېښنې راټوکېدلې دي.

ډیری افغان خبریالان نیوکه لري چې د مصونیت په تړاو یې هېڅ کارنه دی شوی او هېچا هم ورته په سختو شرایطو کې د ځان ساتنې او راپور ورکولو ځانګړې روزنه، نه ده ورکړې.

د افغان خبریالانو د ملاتړ یو شمېر ټولنې هم دا مني چې په تېرو لسو کلونو دغې برخې ته پام نه دی شوی، او ډېرځله ژورنالستان په کې قرباني کېږي.

د جنوبي ولایت ارزګان په مرکز ترینکوټ کې د یوه ډلییز برید پر مهال د بي بي سي د خبریال احمد امید خپلواک وژنې، ګڼوافغان خبریالانو ته ټکان ورکړ او یو وارې بیا یې د ژورنالستانو د سرساتنې په اړه اندېښنې را ولاړې کړې.

خپلواک لومړنی او ښايي وروستی افغان خبریال نه وي چې په روانو نا امنیو کې د کار کولو پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د ژورنالستانو د ملاتړ او څار ټولنې وايي په تېرو شاوخوا لسو کلونو کې ۲۶خبریالان د روان تاوتریخوالي قرباني شوي او سلګونه نور ژوبل شوي دي.

افغانستان د نړۍ د هغو هېوادونو په کتار کې راځي چې له امنیتي پلوه د خبریالانو لپاره له ننګونو او ستونزو ډک دی، او کار کول هم په کې د سرساتنې بشپړه او پخه مسلکي تجربه غواړي.

افغان خبریالان چې اوس اوس دې ډګر ته ورغلي، تر ډېره په سختو حالاتو کې د سرساتنې پوهاوی او تجربه یا بېخي نه لري او یا ډېره کمه لري.

دا مهال په افغانستان کې سلګونه نړیوال اوکورني تلویزيونونه، راډیوګانې او ورځپاڼې خپرونې کوي چې زرګونه خبریالان او کار کوونکي لري.

ښايي دغو ادارو د ژورنالیزم په بیلا بیلو برخو کې خپلو خبریالانو ته ګڼ ورکشاپونه او سېمېنارونه جوړ کړي وي، خو پر دوی لويه نیوکه دا ده، چې په بدو شرایطو کې یې خبریالانو ته د سرساتنې او د پېښې د پوښښ په برخه کې هېڅ ډول روزنه، نه ده ورکړې.

د ژورنالستانو یو شمېر اتحاديي بیا په دې باور دي چې ښايي د اقتصادي او یو شمېر نورو لاملونو له کبله افغان مطبوعاتي ادارو دغې برخې ته ډېره توجه نه وي کړي.

د مطبوعاتو د ملاتړادارې، نۍ مشر صدیق الله توحیدي وايي، څو کاله وړاندې داسې انګېرل کیده چې ګواکې امنیتي حالت پر ښه لوري روان دی، چې له کبله یې د ژورنالستانو د خوندیتوب او مصونیت په تړاوو روزنېز ورکشاپونه تر ډېره له پامه وغورځول شول.

د ښاغلي توحیدي په وینا په تېرو څو کلونو یو شمېر مطبوعاتي ټولنو شاوخوا دوه سوه افغان خبریالان په دغه برخه کې روزلي دي.

پردې سربېره د ګوتو په شمېر نړیوالې ادارې هم شته چې خپلو افغان خبریالانو ته یې په سختو امنیتي حالاتو کې د چلند، رپوټ ورکولو، ځان ساتنې او داسې نورو لارو چارو په اړه پوهاوی ورکړی دی.

ښايي په افغانستان کې ډېر کم ژورنالستان وي چې د راپور ورکولو پر مهال يې د ځان ساتنې روزنه ترلاسه کړې او په پیچلو امنیتي حالاتو کې د سر ساتنې پر لارو چارو خبر وي.

خو په دې اړه د پوهاوي نه لرل افغان خبریالانو ته څه مانا لري او دا په افغان مطبوعاتو کې څومره لویه مسلکي تشه بلل کېږي:

ښاغلی بوميا وايي: (( دا يوه دومره لويه تشه ده، لکه چې يو څوک په پټه سترګو له سړکه پورې غاړه اوړي.))

د ښاغلي بومیا په خبره ډېر ځله دا د ژورنالستانو د تجربي او پوهې کموالی وي چې د نا امنیو د یو شمېر پېښو قرباني کیږي.

خو باید افغان خبریالان له دا ډول حالاتو سره څه ډول چلند وکړي چې هم یې سر وساتل شي او هم یې خبر د خلکو تر غوږونو ورسیږي، دغه راز په جګړیزو حالاتو کې يې له ښکیلو غاړو سره توپېر څنګه وشي.

خبریال رحيم ګل څاروان وايي د جګړې په څېر سختو حالاتو کې باید ژورنالستان ښکیلوغاړو ته د خپل مطبوعاتي کارت او وسایلو په ښودلو ځان ور وپېژنې، او د ضرورت پر مهال په لوړ غږ چېغې وکړي چې خبریال دی.

په ژورنالېزم کې یوه اصطلاح ده چې هېڅ یوه پېښه هم د خبریال د ژوند ارزښت نه لري، د ژورنالیزم استادان وايي خبر ورکړﺉ خو په خپله خبر مه جوړیږه، دا په دې خاطر چې ژورنالست ته زیان و نه رسیږي.

د یو شمېر خبریالانو په باور ډېر ځله یو ژورنالست پرته له دې چې خپل ژوند ته پام وکړي په لوی لاس ځان په خطر کې اچوي.

د ښاغلي وریماج په خبره دا ټول د افغان خبریالانو د تجربې او مسلکي پوهې پر کموالي دلالت کوي.

په کندهار کې چې د خبریالانو لپاره یوه ناامنه سېمه بلل کیږي، یو خبریال محمد ابراهیم سپیڅلی وايي کله ناکله د تجربې کموالی ژورنالست د مرګ کومې ته ښکته کوي.

د ازادو خبریالانو د ملاتړ د ټولنو غوښتنه دا ده چې باید خبریال په سختو جنګي حالاتو کې ترهرڅه وړاندې د سر خوندېتوب ته پام وکړي.

کله چې په یوه سېمه کې کومه امنیتي پېښه رامنځ ته کیږي او یا هم جګړه وي، نو افغان خبریالان وار له واره د پېښې ځای ته د ځان د رسولو هڅې کوي، کله نا کله د افغان پوځ او پولیسو له لورې خبریالانو ته یوه ځانګړی ځای ټاکل شوی وي، خو دغه کار هر وخت او هرځای کې ناشونی دی.

افغان امنیتي ځواکونه وايي په داسې حالاتو کې ښکېلې غاړې د خبریال او خپل مخالف طرف توپېر په اسانۍ سره نشي کولی.

د افغانستان د دفاع وزارت له خبریالانو غواړي چې دا ډول حالاتو کې د امنیتي ځواکونو له سلا مشورې پرته د پېښې ځای ته ورنشي.

پر دې سربېره د افغان خبریالانو غوښتنه له ناټو او طالب وسله والو نه دا ده چې، خپلو کسانو ته د ژورنالستانو د خوندېتوب په تړاوو لارښوونې تازه کړي.

په ترینکوټ کې د بي بي سي د خبریال احمد امید خپلواک له وژلو وروسته سفما او د خبریالانو یو شمېر نورو ټولنو پتېلې، چې په دې اړه د افغان خبریالانو د روزنې نوې لړۍ پېل کړي.

د سفما چارواکي وايي د دوی هڅه دا ده چې د کال تر پایه د هېواد له کوټ کوټ نه خبریالان را وغواړي او په بدو امنیتي حالاتو کې د راپور ورکولو او د ژورنالستانو د سر او ځان ساتنې په تړاوو پوهاوی ورکړي.

ورته مطالب