ایران افغانستان ته یو شمېر افغان بندیان سپاري

افغان بندیان
Image caption دا مهال په ايران کې تر درو زرو ډېر افغانان بنديان دي چې پر ډېرو يې د نشه يي توکيو د قاچاق او پټ لېږد تور پورې دى، چې له دې ټولگې څخه ٢٨٥ کسان پر اعدام محکوم دي.

د پلاوى مشر او د مشرانو جرګې دويم مرستيال رفيع الله ګل افغان بي بي سي ته وويل له ايران سره دې هوکړې ته ورسېدل چې د کومو افغان بنديانو دوسيې بشپړې شوي او د بند موده يې ټاکل شوې ده هغوى به افغان حکومت ته سپاري چې د بند پاتې موده په خپل هېواد کې تېره کړي.

پلاوى دا هم وايي چې د روژې او اختر په مناسبت به هم په هغه هېواد کې د ځينو بنديانو د بند په موده کې لږوالى راشي.

د افغانستان د مشرانو جرګې پلاوى وايي چې ايراني مشرانو ور سره د افغان بنديانو د برخليک په اړه ځينې خبرې منلې دي.

په يو شمېر اسلامي هېوادونو کې دود دى چې د روژې او اختر په رارسېدو سره يو شمېر داسې بنديان خوشي کېږي چې د بند موده يې لږه پاتې وي يا يي جرم ستر نه وي.

ښاغلي ګل افغان وويل چې افغان بنديان به هم له دغه امتيازه برخمن شي.

همدا راز نوموړي وويل چې دوى له ايرانه غوښتنه وکړه چې د اعدامي بنديانو سزا په عمري بند واړوي.

دا مهال په ايران کې تر درو زرو ډېر افغانان بنديان دي چې پر ډېرو يې د نشه يي توکيو د قاچاق او پټ لېږد تور پورې دى، چې له دې ټولگې څخه ٢٨٥ کسان پر اعدام محکوم دي.

خو په افغانستان کې يو شمېر کورنۍ چې کسان يې بنديان دي ادعا کوي چې د کورنۍ غړي يې په هېڅ راز قاچاق کې ښکېل نه وو، بلکې ايران ته د مزدورۍ لپاره تللي وو او هلته د کډوالۍ د کاغذنو د نه لرلو له کبله نيول شوي دي.

په ايران کې د افغان بنديانو ستونزه پخوانۍ ده څو څو ځلې ددغې ستونزې د هواري په موخه افغان پلاوي ايران ته تللي دي، خو غوڅ حل يې نه دى راوتى.

ورته مطالب