کندوز: ځانمرګي برید د 'کابورا' څلور ساتونکي ووژل

کندوز
Image caption د 'کابورا' شرکت ودانۍ د کندوز په دویمه ناحیه کې د سیمه ییزو خلکو د استوګنې د کوورنو په منځ کې و.

د افغانستان په شمالي کندوز ولایت کې د یوه شخصي امنيتي شرکت پر ودانۍ درو ځانمرګو برید کوونکو برید کړی، چې لږترلږه څلور افغان ساتونکي یې وژلي دي.

په کندوز کې د بي بي سي خبریال احمد الهام بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته د کندوز د یوه چارواکي سید سرور حسیني له خولې وویل، نن ګهيځ شاوخوا څلور بجې درو ځانمرګو برید کونکو د 'کابورا' په نامه د یوه شخصي امنيتي شکرت پر ودانۍ برید وکړ.

ښاغلي حسيني دا هم ویلي چې لومړي ځانمرګي برید کوونکي د دفتر مخې ته ځان چوولی، او دوه نور ور دننه شوي دي.

له ځانمرګو برید کوونکو سره جګړې دوه ساعته دوام کړی، چې په لړ کې یې دواړه برید کوونکي وژل شوي او یو پولیس په کې ټپي شوی دی.

د دغه افغان چارواکي په وینا، د کابورا دفتر د کندوز په دویمه ناحیه کې د سیمه ییزو خلکو د استوګنې د کورونو په منځ کې و، چې په نښته کې تر لسو ډېر ولسي وګړي هم ټپیان شوي.

سرچینې وویل، چې دواړه برید کوونکي له منځه تللي دي.

د برید پړه وسله والو طالبانو پرغاړه اخیستې ده.

ددغې ډلې یوه ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته ادعا وکړه، چې د درو ملګرو په ډله ییز برید کې یې شاوخوا ۳۰ کسان وژل شوي.

'کابورا'، 'لانډفیلډ'

'کابورا' یو افغان شرکت دی، چې وړاندې د المان له 'لانډ فيلډ' شرکت سره یوځای و، او 'جي آی زي' شرکت ته یې ساتونکي ورکول.

کندوز د افغانستان په شمال کې د تېرو څو کلونو پرمهال د نورو سیمو پرتله نسبتاً ارامه ولایت و، خو په دې وروستیو کې ناامنۍ په کې ډېرې شوې دي.

په یوه راپور کې راغلي، برید کوونکو نن ګهيځ وختي یو مېلمستون په نښه کړی، چې ویل کېږي بهرني مېلمانه په کې مېشت و.

په راپور کې راغلي چې د برید له پیلېدو سره سم مېلمانه له مېلمستون څخه وتلي دي.

د کندوز یوه سیمه ییز هټیوال احمد الله اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ته ویلي ''موږ د چاودنې یو ډېر لوی غږ واورېد، چې ټول کندوز یې ولړزاوه. دا یوه ډېره لویه چاودنه وه.''

Image caption په تېر جون کې کندوز ښار ته څېرمه د الماني ځواکونو پر پوځي کاروان په ځانمرګي برید کې درې ولسي وګړي ووژل شول او ۱۱ نور ټپیان شول.

سیمه ییزو چارواکو ویلي چې اوس وضعیت ارام دی.

په تېر جون کې کندوز ښار ته څېرمه د الماني ځواکونو پر پوځي کاروان په ځانمرګي برید کې درې ولسي وګړي ووژل شول او ۱۱ نور ټپیان شول.

د برید پړه طالبانو پرغاړه اخیستې وه.

په همدې میاشت کې، په کندوز کې یوه جومات ته څېرمه هم یوه ځانمرګي برید درې پولیس ووژل.

په دې وروستیو کې له بهرنیو ځواکونو افغان ځواکونو ته د امنيتي چارو د سپارلو د لړۍ له پیلېدا سره سم د وسله والو خونړي بریدونه ډېر شوي دي.

ورته مطالب