''د کړکېچ نړیواله ډله: افغانستان له ښې حکومت والۍ بې برخې دی''

د کړکېچ نړیوالې ډلې نښان
Image caption د کړکېچ نړیوالې ډلې په خپل وروستي راپور کې دا هم ویلي، چې د افغانستان حکومت باید خپل کورني بنسټون قوي کړي ، چې په راتلونکې کې د نړیوالې ټولې د اوږ بار نه شي.

د کړکېچ نړیوالې ډلې په وروستي راپور کې په نړیوالې ټولنې نیوکه کړې، چې په تېره یوه لسیزه کې یې په افغانستان کې له میلیاردونو ډالرو لګښت سره سره په دغه هېواد کې اقتصادي او سیاسي ثبات نه دی رامنځ ته کړی.

دغې ډلې په افغان حکومت هم نیوکه کړې، چې په افغانستان کې یې ښه حکومت والي او اړین خدمات نه دي وړاندې کړي او له افغان حکومت یې غوښتنه کړې، چې په راتلونکې د مرستو د شفاف لګښت لپاره لازم اقدامات وکړي.

افغان حکومت د کړکیچ نړایوالې ډلې دغه راپور مني، خو وايي، چې نړیوالې ټولنې په تیرو لسو کلونوکې د افغان حکومت په غوښتنه کار نه دی کړي، او همدې چارې د دوی په کارونو اغیزه کړې ده.

د کړکېچ نړیواله ډله وايي، سره له دې، چې په افغانستان کې تاوتریخوالي ورځ تر بلې ډیریږي، خو د دې ډلې په وینا واشنګټن او نور لویدیځ هیواد په دې هڅه کي دي، چې د ۲۰۱۴ کال ترپایه خپل پوځي ماموریت په افغانستان کې پای ته ورسوي او خپل ځواکونه له دغه هیواد څخه وباسي.

دې ډلې همدارنګه په افغان حکومت هم نیوکه کړې، چې د نړیوالې ټولنې له میلیاردونو ډالرو لګښت سره سره یې ښه حکومتوالي، امنیت او اړین خدمات افغانانو ته نه دي وړاندې کړي.

افغان حکومت د کړکیچ د نړیوالې ډلې نیوکه پر ځای ګڼي خو وايي، چې نړیوالې ټولنې هغسې چې لازمه و، د دوی په خوښه کارونه نه دي کړي.

د افغانستان دحکومت درسنیو مرکز مرستیال صفت الله صافي بي بي سي ته وویل، چې نړیوالې ټولنې، خپل ماموریت هغسې، چې اړین و، نه دی ترسره کړی او له همدې کار د افغان حکومت په کارونو د ده په وینا اغیزه کړې ده.

ښاغلي صافي ټنګار وکړ، چې نړیوال دې خپلې ټولې مرستې د افغانستان دحکومت له لارې ولګوي، چې د ده په وینا په راتلونکې کې یې اغیزمنتیا ډیره شي.

د کړکېچ نړیوالې ډلې په خپل وروستي راپور کې دا هم ویلي، چې د افغانستان حکومت باید خپل کورني بنسټون قوي کړي ، چې په راتلونکې کې د نړیوالې ټولې د اوږ بار نه شي.

اوسمهال د افغانستان د پرمختایې بودیجې ډیرۍ برخه د نړیوالې ټولنې له خوا ورکول کیږي.

که په دې باب تبصره کوﺉ، د کلېکاږل بي بي سي پښتو فیسبوک پاټې ته ورشئ.

ورته مطالب