په افغانستان کې بنګله دېشیان خوشي شول

راخوشي شوي بنګله دیشیان د انځور حقوق AP
Image caption دغه بنګله دیشیان په تېر دسمبر کې طالبانو وتښتول.

د افغانستان په شمال کې هغه پنځه بنګله دېشي کارکوونکي، چې په تېر دسمبر کې طالبانو تښتولي وو، خوشي شوي دي.

له خوشي شوو کسانو یې یوه بي بي سي ته وویل، چې په یوه غار کې ساتل کېدل، لږ خواړه او اوبه ورکول کېدې، چې په وینا یې د څښاک اوبه یې له چینجیو ډکې وې.

دغو کسانو د جنوبي کوریا له هغه ودانیز شرکت سره کار کاوه چې د مزار شریف د سړک جوړونې چارې یې پرمخ وړلې.

خوشي شوي بنګله دېشیان د یکشنبې پر ورځ پلازمنې ډاکې ته ورسېدل.

په تېر دسمبر کې د طالبانو له خوا د نیول کېدا پرمهال د نیول شوو بنګله دېشیانو یو ملګری ووژل شو.

د دوی د خوشي کېدو د څرنګوالي په اړه جزییات نه دي ورکړل شوي.

په افغانستان کې وسله وال تر ډېره د سړک جوړونې پر شرکتونو بریدونه کوي، ځکه طالبان وايي چې دا د حکومت د پروژو یوه برخه ده.

له خوشي شوو بنګله محمد امین الاسلام ډاکې ته تر رسېدا وروسته بي بي سي ته وویل: ''کله چې دوی لومړی موږ ونیولو، د ژمې شپې وې. موږ یې د یوه کور په یوه کوچنۍ خونه کې پټ کړو. بهر ته د ورځې یوازې یوځل وتلو ته اجازه راکول کېده، هغه هم په شپه کې. ''

دی زیاتوي: ''کله چې اوړی راغی، موږ یې غرونو ته بوتلو او هلته یې یو غار وکینده او موږ یې پکې واچولو. هره ورځ یې دوه لیتره اوبه راکولې، چې له چینجیو به ډکې وې.''

ښاغلی اسلام وايي دوی ته دا نه ویل چې ولې یې دوی په نښه کړي دي:

''یرغمل کوونکو راته ویل چې موږ بنګله دیشي مسلمانان باید د امریکایانو لپاره کار ونه کړو.''

د بنګله دیش د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې دغه کسان د افغان حکومت او سوېلي کوریا د شرکت په همکارۍ راخوشي شوي دي.

خو دا لا مالومه نه ده چې د هغوی د راخوشي کېدو په اړه څه ډول معامله شوې.

په تېر اپریل کې وسله والو طالبانو هغه ۱۲ ایرانيان او افغان انجنیران راخوشي کړل، چې د افغانستان په لیرې لوېديځو سیمو کې یې تښتولي وو.

دوی په فراه ولایت کې د سړک جوړونې په یوه شرکت کې کار کاوه.

ددغو کسانو په راخوشي کولو کې د سیمه ییزو قومي مشرانو همکاري وه.

ورته مطالب