معنوي: د ولسي جرګې په ترکیب کې د بدلون امکان شته

فضل احمد معنوي
Image caption ښاغلي معنوي د نورو احتمالي بحرانونو د رامنځ ته کېدو ګواښنه هم وکړه.

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر فضل احمد معنوي، ددې کمیسیون د وروستیو څېړنو په پایله کې د ولسي جرګې د اوسنیو یو شمېر استازو ایستل نه ردوي.

ښاغلی معنوي وايي د پارلماني ټاکنو لانجه به د ټاکنو د کمیسیون د وروستۍ پرېکړې له اعلان سره د یوې اوونۍ په اوږدو کې پای ته ورسېږي.

خو ښاغلي معنوي د نورو احتمالي بحرانونو د رامنځ ته کېدو ګواښنه هم وکړه.

تېره اوونۍ ولسمشر کرزي د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته دنده وسپارله چې د پارلماني ټاکنو د لانجې په تړاو د استیناف محکمې د حکم په اړه تصمیم ونیسي.

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر فضل احمد معنوي زموږ له همکار خوشحال تایب سره د یوې مرکې په ترڅ کې د شکایتونو د څېړلو د بهیر په اړه خبرې کوي.

ورته مطالب