کرزی: د ولسي جرګې په کړکېچ کې له زغمه کار واخلئ

کرزی د انځور حقوق b
Image caption د ولسمشرۍ د دفتر په وینا، د تیرې ورځ په غونډه کې د ولسي جرګې د ټاکنو په اړه د بحران د مخنیوي په اړه خبرې وشوې.

یوه افغان چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، بي بي سي ته وویل، چې په راتلونکو څو ورځو کې به ولسمشر کرزی د ولسي جرګې د کړکېچ په اړه خپله وروستۍ پرېکړه اعلان کړي.

ولسمشر حامد کرزي د افغانستان له لوړپوړو قانوني او عدلي چارواکو سره په ناست کې ټینګار کړی، چې درې ګونې قواوې دې د ولسي جرګې په راپورته شوي کړکېچ کې له زغم نه کار واخلي.

د ولسمشرۍ د دفتر په وینا، د تیرې ورځ په غونډه کې د ولسي جرګې د ټاکنو په اړه د بحران د مخنیوي په اړه خبرې وشوې.

سره له دې، چې د دې ناستې جزییات نه دي په ډاګه شوي، خو د ولسمشرۍ دفتر وايي، چې دغه غونډه د درې ګونو قواو له چارواکو او جهادي مشرانو سره د سلا مشورې لپاره جوړه شوې وه.

تیره اوونۍ د ولسي جرګې د درغلیو د څېړنو ځانګړې محکمې خپله پریکړه استیناف محکمې ته استولې وه، چې له هر ډول بدلونه پرته یې دغه پرېکړه تایید کړه.

تر اوسه روښانه، نه ده، چې ولسمشر کرزی به دغه پرېکړه رد که تایید کړي، خو په ارګ کې یوې سرچینې بي بي سي ته وویل، چې تمه کېږي، ولسمشر کرزی به راتلونکو دریو ورځو کې د ولسي جرګې د کړکېچ په اړه وروستۍ پرېکړه اعلان کړي.

Image caption د ولسي جرګې برحاله غړي د ټاکنو د ځانګړې محکمې پرېکړه په ځای نه بولي او هغه غیرې قانوني ګڼي.

د ولسي جرګې د ټاکنو پایلې هغه وخت له کړکېچ سره مخامخ شوې، چې کله د ټاکنو د درغلیو د څېړنو ځانګړې محکمې ۶۲ استازي په ولسي جرګه کې له عضویت څخه محروم کړل.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې هغو معترضو کاندیدانو، چې د ټاکنو د ځانګړې محکمې له خوا بریالي اعلان شوي، یو ځل بیا په کابل راغونډ شوی وو او د استیناف محکمې د پریکړې د پلي کیدو غوښتنه یې کوله.

داود سلطانزوی، چې د معترضو کاندیدانو په استازیتوب یې خبرې کولې، له حکومت څخه وغوښتل ، چې له سیاسي معاملې پرته دې د محکمې پریکړه عملي کړي.

بل خوا د ولسي جرګې برحاله غړي د ټاکنو د ځانګړې محکمې پرېکړه په ځای نه بولي او هغه غیرې قانوني ګڼي.

ورته مطالب