''طالبان د سولي د منلو په شرط د بن په غونډه کې ګډون کولی شي''

[جانان موسی زی
Image caption جانان موسی زی :''په افغان پلاوي کې د هغوى گډون د سولې د بهير د پرمختگ په برخه کې اړين دي''

د افغانستان د بهرينو چارو وزارت وايي که وسله وال طالبان يا د حکومت نورې وسله والې مخالفې ډلې د بن په راتلونکي غونډه کې ګډون کوي، هغه به خپلواکې نه وي بلکې ددغو ډلو کسان به د افغان حکومت د پلاوي برخه وي.

تر دې مخکې افغان حکومت ويل چې وسلوال طالبان او د حکومت نورې مخالفې وسلوالې ډلې د بن په راتلونکي غونډه کې گډون نه شي کولاى ،ځکه چې دا غونډه د افغان حکومت او نړيوالي ټولنې تر منځ ده.خو اوس په کې د وسلوالو مخالفانو مشروط گډون هم شونى شو.

په لومړیو کې داسي انګیرنې وې چې ښایې د بن په دویمه غونډه کې د طالبانو ګډون دې ته لاره هواره کې نورې وسلوالې ډلې هم وروبلل شي .

وړاندي داسي نیوکې وې چې د بن په لومړۍ غونډه کې د طالبانو نه ګډون د افغانستان د ستونزو یوله اساسي لاملونو څخه دی .

سره لدې هم افغان حکومت ویلي وو چې دویمه غونډه به د افغانستان د حکومت او نړيوالې ټولنې تر منځ وي نو ځکه په کې د افغان حکومت وسلوالو مخالفانو ته ځاى نه ورکوي ، خو اوس افغان حکومت پدې غونډه کې د وسلوالو مخالفینو د مشروط ګډون خبره کوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند جانان موسی زی وایې وسلوال مخالفان هم پدې غونډه کې ګډون کولی شي ، خو پدې شرط چې خپلواک نه بلکې د افغان حکومت د پلاوي یوه برخه به وي .

Image caption وړاندي داسي نیوکې وې چې د بن په لومړۍ غونډه کې د طالبانو نه ګډون د افغانستان د ستونزو یوله اساسي لاملونو څخه دی .

(( که ټاکل شوې وي چې طالبان يا د افغان حکومت نور وسلوال مخالفان د افغانستان په اړه د جرمني په غونډه کې گډون وکړي نو هغوى بايد د افغان حکومت د پلاوي په جوړښت کې برخه واخلي او په افغان پلاوي کې د هغوى گډون د سولې د بهير د پرمختگ په برخه کې اړين دي.))

خو ښاغلي موسى زي ونه ويل چې ايا ددې موخې لپاره افغان حکومت له خپلو وسلوالومخالفو ډلو سره يا وسلوالو ډلو له دوى سره اړيکي ټينگ کړي دي کنه.

سره له دې چې د بن د غونډې کره ايجنډا تر دې مهاله نه ده جوړه شوې،خو افغان چارواکي وايي چې له وسلوالو مخالفانو سره د جوړجاړي خبره به يې په سر سر کې وي.

همدا راز د افغانستان او نړيوالې ټولنې تر منځ د اوږدې مودې ستراتيژيکي اړيکي،ددغه هيواد لس کلنې لاس ته راوړنې او د هغوى د خونديتوب لارې چارې موندل او همدا راز د امنيتي مسوليت ليږد هم ښايي د بن د غونډې د ايجنډا برخې وي.

ټاکل شوې ده چې دا غونډه د روان ميلادي کال په وروستيو کې د جرمني په بن ښار کې جوړه شي.

ورته مطالب