کرزی: ټاکنیز کمېسیون دې د ټاکنو موضوع له حقوقي اړخه حل کړي

حامد کرزی
Image caption د ټاکنو خپلواک کمېسیون رییس وايي ولسمشر کرزي د تېرو پارلماني ټاکنو د جنجال د حل لپاره صلاحیت ورکړی دی.

د افغان ولسمشر حامد کرزي دفتر د ټاکنیزو اختلافونو د حل په موخه یو حکم صادر کړی او د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته یې دنده سپارلې چې د موضوع حقوقي اړخونه د اساسي قانون او د ټاکنو د قانون له مخې وڅېړي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ دا هم وايي د ۱۳۸۹ کال د ټاکنو موضوع پرته د ټاکنو له کمیسیونه په نورو ادارو کې پای ته رسېدلې بلل کیږي.

ولسمشر حامد کرزي د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته دنده سپارلې چې د ټاکنو حقوقي موضوع د اساسي قانون او د ټاکنو د قانون له مخې ژر ترژره حل کړي.

د ټاکنو د قانون په ۶۳ ماده کې په ټاکنو کې درغلۍ تعریف شوي، او په ۶۴ ماده کې یې سرغړونو او درغلیو ته رسیده ګي د ټاکنو د شکایتونو د کمیسیون کار بلل شوی دی.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون مشر فضل احمد معنوي وايي د شکایتونو د کمیسیون د چارو صلاحیت هم دوی لري، او اوس به دوی په خپلواکه توګه د ولسمشر له حکم سره سم د شکایتونو بیا کتنه کوي.

وړاندې افغان ولسشمر د ټاکنیزو درغلیو د څېړلو په موخه د ځانګړې محکمې د جوړېدو امر کړی و، هغې محکمې ولسي جرګې ته د ۶۲ تنو نویو استازو د ورتګ اعلان وکړ، خو د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ځانګړې محکمې جوړېدل او فیصلې له وړاندې رد کړي وې، د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر فضل احمد معنوي وايي دوی اوس هم پر خپل دریځ ولا ړ دي.

Image caption د ټاکنیزو شکایتونو د ارزونې لپاره جوړې شوې ځانګړې محکمې خپله پرېکړه څو میاشتې وړاندې اعلان کړه چې پکې د ولسي جرګې ۶۲ غړي ناکام اعلان کړل.

وړاندې تر د افغانستان سترې محکمې ویلي چې د ولسي جرګې د ټاکنيزو درغليو د څېړلو په برخه کې د ځانګړې محکمې پرېکړه قطعي او وروستۍ نه ده او محکوم شوي کسان کولى شي د استيناف غوښتنه وکړي.

د استیناف محکمې وړاندې تر دې چې د ځانګړې محکمې حکم رد یا تایید کړي د موضوع د پیچلتیا له امله یې وروستۍ پرېکړه ولسمشر ته پرېښوده.

وړاندې تر دې یوشمېر هغو وکیلانو، چې د ځانګړې محکمې د پرېکړې په پلي کېدو سره به د ولسي جرګې استازیتوب له لاسه ورکړي، ګواښنه کړې وه چې د محکمې د پرېکړې د پلي کېدو په صورت کې به لارو او کوڅو ته راووځي او اعتراضونه به وکړي.

د ولسمشرۍ اعلامیه په داسې ټکو راغلې چې دریځ پکې روښانه ندی او د ټکو تر شا نغښتل شوی دی.

ورته مطالب