ستاسې غږ: افغانستان کې روغتيايي چارو ته متوجه ننگونې

اي سي ار سي  افغانستان

ايى سي ار سي وايي د افغانستان پۀ گډون ١٦ هېوادو کې په تيرو دوه نيمو کالو کې پۀ ډاکترانو، نرسانو، روغتونو او امبولانسونو له ٦٠٠ زيات بريدونه شوي دي

نړيوال سرۀ صليب پۀ خپلې يوې وروستۍ سروې کې موندلې هغه هېوادو چې جگړه پۀ کې روانه ده د روعتيايي چارو په مرکزونو او او روغتيا پالو بريدونه په هېښوونکي ډول پۀ ډيرېدو دي.

دې سروې کې چې د افغانستان پۀ گډون ١٦ هېوادو کې ترسره شوې راغلي چې په تيرو دوه نيمو کالو کې پۀ ډاکترانو، نرسانو، روغتونو او امبولانسونو له ٦٠٠ زيات بريدونه شوي دي.

ددې اونۍ ستاسې غږ کې ددې سروې د موندنو پۀ پلمه د افغانستان په تړاو په دې غږيږو چې پۀ دې هېواد کې د روغتيا په برخې کې څه ډول ننگونې او خطرونه شتون لري، هغه خدمتونه چې په حکومتي چوکاټ کې خلکو ته وړاندې کيږي ترکومه ېې د خلکو ستونزې راکمې کړي، خلک ېې د معيار په اړه څه وايي او له حکومته ېې په دې لړ کې غوښتنې څه دي؟

ستاسې غږ خپرونه دلته اورېدلی شیء

که په دې اړه نظر يا پوښتنه لرئ د پنجشنبې د ماښامنۍ خپرونې پرمهال ٠٠٤٤٢٠٧٨٣٦٠٣٣١ زنگ راووهئ ، يا هم په دې شمېره:

٠٠٤٤٧٧٨٦٢٠٨٨٨٨

خپل ايس ايم ايس پيغامونه راوستوئ. دغه راز په لاندې درکړل شوي چوکاټ کې هم ایمېل راستولی شئ:

Pashto@bbc.co.uk

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .