د بهرنيانو لپاره تر ټولو خونړۍ اوونۍ

Image caption ناټو وايي پنځه عسکر يې د افغانستان په سوېل کې ماين وژلي دي.

د افغانستان په جنوب کې د یوې بمي چاودنې په ترڅ کې د پنځو بهرنيو سرتېرو په وژل کېدو سره د مېلادي مېاشتې اګست په یوولسو ورځو کې د بهرنيو پوځيانو د مرګ ژوبلې کچه ۵۰ تنو ته ورسېده.

ناټو وايي دغه پنځه تنه د افغانستان په جنوب کې د سړک غاړې په یوې بمي چاودنې کې ووژل شول.

دا تر یوې اوونۍ په لږه موده کې دويمه پېښه ده چې بهرنیانو ته په کې د سر دروند زیان اوړي.

په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو د رژيم له را پرځېدو وروسته په افغانستان کې تاتریخوالی خپلې لوړې کچې ته رسیدلی دی.

د بهرنیو ځواکونو تلفات لوړ شوي او د ۲۰۱۱ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ملکي وګړو تلفات هم زیات شوي دي.

په روان میلادي کال کې په افغانستان کې لږ تر لږه ۳۹۰ بهرني پوځيان وژل شوي چې درانه مالي زیانونه هم ورسره مله دي.

د بهرنیانو پرتله پر افغان پوځیانو لا هم درانه ګوزارنه کیږي، افغان دولت وايي په تېر کال کې ۱۲۹۲ افغان پولیس او ۸۲۱ پوځیان وژل شوي دي.

خو د جګړې ډېر فشار پر ملکي وګړو دی، د ملګرو ملتونو شمېرې ښيي چې د روان میلادي کال په تېرو شپږو میاشتو کې د نښتو او ځانمرګو بریدونو په ترڅ کې ۱۴۶۰ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.

Image caption په روان میلادي کال کې په افغانستان کې لږ تر لږه ۳۹۰ بهرني پوځيان وژل شوي

تېره میاشت د پلازمېنې کابل په ګډون د اوو سیمو د امنیتي چارو مسوولیت له بهرنیو ځواکونو نه افغان امنیتي ځواکونو ته وسپارل شو.

ټاکل شوې دا بهیر د ۲۰۱۴ کال تر پايه بشپړ شي، خو یو شمېر امریکايي قانونپوهان د دې بهیر د چټکتیا په اړه لا هم پوښتنې لري.

د روانې اوونۍ په پیل کې وسله والو طالبانو د ناټو ايساف ځواکونو یوه څرخي الوتکه د ميدان وردکو په ولایت کې راوغورځوله چې بهرنيو ځواکونو ته د تلفاتو له اړخه په تېرو لسو کلونو کې بې سارې وه.

تر دې وروسته يوه د ناټو آيساف ځواکونو یوه بله څرخکه د افغانستان په سوېل ختيځ پکتيکا ولايت کې را ولوېده چې د تلفاتو په اړه يې زیات جزييات نه دي په ډاګه شوي.

وسله والو طالبانو ادعا وکړه چې چورلکه دوی راغورځولې، خو ناټو ځواکونه وايي الوتکې بېړنۍ ناسته کړې ده.

په پکتیکا کې د دغې څرخي الوتکې له لوېدو وروسته ځايي خلک وايي چې اوس د شپې چاپې کمې شوي او د څرخکو ګزمې هم تر ډېره بريده کمې شوي دي.

که په دې باب تبصره کوﺉ، د بي بي سي فېسبوک پاټې ته ورشئ.

ورته مطالب