په میدان وردګو کې وسله والو اته امنيتي کسان وژلي

امنيتي سرتېري
Image caption د میدان وردګو سیمه ییز چارواکي وايي، وژل شوي امنيتي کسان د زمري پر ۲۰مه تښتول شوي وو.

د میدان وردګو په دایمیرداد کې وسله والو د ملي امنیت او ملي پولیسو اته غړي وژلي.

د میدان وردګو له ولایت څخه بي بي سي ته رالېږل شوې ویناپاڼه کاږي، وسله والو په دایمیرداد ولسوالۍ کې اته افغان امنيتي کارکوونکي تر تښتولو وروسته وژلي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، دغه امنيتي کسان، چې پنځه پکې ملي پولیس او درې د ملي امنیت کار کوونکي وو، د زمري پر شلمه د میدانښار- بامیانو د سړک په اوږدو کې د دایمیرداد په ملاخېلو سیمه کې تښتول شوي وو.

ویناپاڼه کاږي، دغه کسان د کوته عشرو په سیمه کې وژل شوي دي.

د پېښې په اړه پلټنې او د افغان امنيتي ځواکونو لخوا عملیات پیل شوي.

له میدان وردګو په خپره شوې ویناپاڼه کې راغلي، چې د پېښې په اړه درې شکمن کسان نیول شوي، چې دا مهال ترې پوښتنې ګروېږنې روانې دي.

د میدان وردګو ولایت په دې وروستیو کلونو کې له ناامنه ولایتونو ګڼل کېږي.

د روانې اګست پر شپږمه، ددغه ولایت سید اباد ولسوالۍ په تنګي دره کې د امریکا د ځانګړو سمندري ځواکونو یوه چورلکه د طالبانو په توغندي راولوېده، چې ۳۰ امریکايي ځانګړي ځواکونه او اووه افغان کوماندوز پکې ووژل شول.

هلمند: چاودنې د یوې کورنۍ پنځه غړي ووژل

بل خوا، د هلمند ولایت په ګرشك ولسوالۍ كې د ماين چاودنې د یوې کورنۍ پنځه غړي وژلي.

د هلمند د والي وياند داود احمدي بي بي سي ته وویل، چاودنه نن (شنبه، د اګست ۱۳مه) له غرمې مخكې د ګرشګ ولسوالۍ د نهرسراج په سيمه كې پر يوه ټونس ډوله موټر رامنځته شوې.

ښاغلی احمدي زیاتوي، ټول وژل شوي د همدې سیمې اوسېدونکي دي، چې پنځه پکې ښځې او درې ماشومان دي.

ورته مطالب