'د افغانستان د صادراتو کچه ۶۰٪ لوړه شوې ده'

Image caption د سوداگرۍ خونه وايي که چېرې له پاکستان سره د افغان ترانزيت ستونزې غوڅې شي، نو د دغه هېواد صادرات به په کال کې ٧٠٠ میليونه دالرو ته لوړ شي.

د افغانستان د سوداگرۍ او صنايعو خونه وايي چې په دغه هيواد کې د صادراتو کچه په سلو کې شپيته لوړه شوې ده.

افغان سوداگر وايي چې لا هم حکومت د هغوى لپاره د صادراتو او صنعت د پراختيا په برخو کې لازمې اسانتياوې نه دي برابرې کړي.

د افغانستان د سوداگرۍ او صنايعو خونه وايي چې د ډيورند له کرښې پورې غاړه د شړکنده بارانونو له امله راوتليو سيلاونو پاکستان ته د افغانستان د مېوو، سبو او طبي بوټو د صادرولو مخه ډب کړې چې له امله يې افغان سوداگرو ته درانه مالي زيانونه اوښتي.

خو بيا هم د دغې خونې د چارواکو په خبره چې شمېرې ښيي چې د روان لمريز کال په لومړيو دريو مياشتو کې د ۱۳۵ میليونو ډالرو په ارزښت افغانستان نورو هېوادونو ته صادرات لرلي چې دغه څه د تېر کال د لومړيو درو مياشتو په پرتله ۶۱ سلنه زياتوالى ښيي.

د سوداګرۍ د خونې مرستيال خانجان الکوزی وايي که چېرته حکومت د دوى د ادارې سره په همغږى چارې تر سره کړي نو د دغه هيواد د صادراتو کچه به نوره هم لوړه شي.

د سوداگرۍ خوني چارواکي وايي چې د افغانستان ډېر صادراتي توکي گاونډي هېواد پاکستان ته صادر شوي، خو وايي چې نورو هېوادونو لکه هندوستان عربي متحده اماراتو ، چين ازبکستان قزاقستان، تاجکستان، المان او ايران ته صادر شوي دي.

خو په ټوله کې د افغانستان صادراتو ډېره برخه زړې اوسپنې جوړوي چې تر ډېره پاکستان ته لېږل کېږي، او دا ټولې هغه اوسپنې دي چې د جگړو له کلونو دغلته پاتې دي چې تر ډيره پر دغو صادراتو د سوداگرۍ خونې چارواکي نيوکې هم کوي.

غالۍ، لاسي صنايع، ارزښتناک کاڼي او طبي بوټي د افغانستان مهم صادراتي توکي دي.

د سوداگرۍ خونه وايي که چېرې له پاکستان سره د افغان ترانزيت ستونزې غوڅې شي، نو د دغه هېواد صادرات به په کال کې ٧٠٠ میليونه دالرو ته لوړ شي.

سره له دې چې افغان سوداگر سږنى کال په صادراتو کې د لوړوالي خبره کوي، خو د واردوونکو توکو په کچه دغه څه ۸۷ سلنه کموالى او ټيټوالى ښيي او يوازې سږ کال افغانستان له نورو هېوادونو نه له يو میليارد ډالرو نه زيات توکي وارد کړي دي.

ورته مطالب