نجيبه لېمه له خپلې تجربې غږېږي

نجيبه ليمه او سعيده محمود
Image caption د ۲۰۰۱ کال د سبټمبر له ۱۱ نه وروسته، د پښتو په څانګې کې ډېر بدلونونه راغلل

په لندن کې مې ايله څو اوونئ تېری شوې وې چې د بي بي سي نړيوالې راډيو ته د کار په لټه ورغلم.

دمېړه پېژندګلوي مې له فارسي څانګې سره وه، لومړی هلته ولاړم، هلته يې کتاب راته کښېښود چې د لوستلو ازموينه رانه واخلي.

کتاب مې څو جملې ووايه، کوربه مي تود غبرګون څرګند کړ، په زړه کې مې د کار موندلو هيلې را وټوکېدلې.

کوربه له فارسي څانګې نه د وتلو پر وخت د پښتو څانګه را وښودله. په وره کې يې يو تن ولاړ وو چې په ورين تندی ېې روغبړ وکړ.

کوربه مې ورته نوم زما د پلار له نامه سره واخيست، زما زړه په دړزا شو ځکه، زما پلار د هغه حکومت کارکونکی و چې بي بي سي سختې نيوکې پرې کولې.

ولاړ تن چې نبي مصداق راته معرفي شوی و په داسې حال کې چې د پښتو دفتر ته يې اشاره کوله، د فارسي څانګې کوربه ته يې وويل: "ددې ځای دلته دی."

د پښتو څانګې له کارکونکيو سره مې روغبړ وکړ. د نوروز شپې او ورځې وې، نبي مصداق رانه وپوښتل چې د نوروز د دود په اړه مرکه ورسره کولای شم؟ ما هم وویل "هو!"

په سټوډیو کې يې زه د نجیبې زېري په نامه معرفي کړم، مرکه ژوندۍ نه وه، ځکه ما ترې غوښتنه وکړه چې د لېمې په نامه مې معرفي کړي، ځکه پلار مې د کودتا په تور په اعدام محکوم و، هغه راسره ومنله، مرکه وشوه او زما کار په پښتو څانګه کې پیل شو.

لومړی کار مې د خدای بخښلي اختر کوهستاني لپاره د لیکونو چاڼول وو چې په "جوړ تازه" پروګرام کې يې ووايي. يو شین ایروګرام مې د لومړیو لیکونو څخه و.

له کابله يوې مېرمنې را استولې و او په کې يې له نړۍ غوښتنه کړې وه چې افغانستان ته د ملګريو ملتونو سرتېري ولېږي.

د مجاهدینو د کورنۍ جګړې د برم ورځې وې، لیک مې نورو ته ښکاره کړ خو ژر پو شوم چې دا غوښنته ټوکه ښکاری.

په شپږم پوړ کې په پښتو څانګه کې اته نهو تنو کار کوی، د ورځې مو ۴۵ دقیقې خپرونه درلوده چې نژدې ۱۵ دقيقې به يي له مخکې نه ثبت شوې پروګرام وو.

د "پېلوزي" ادبي پروګرام، د سیاسي پېښو څېړنيز پروګرام "ژوره کتنه"، "جوړ تازه" چې داورېدونکو ليکونه يې خپرول، د "مېرمن"، "لوبو"، "انګلیسي ژب لوست" پروګرامونه او دساينسي نړۍ د معلوماتو پروګرام چې

"ځلاندې وړانګې"نوميدی دا ټول به په خپل وار د اوونۍ په اوږدو کې له خبري برخې نه وروسته خپرېدل.

سهارنۍ خپرونه بيا یوازې نیم ساعت وه چې ۱۲ دقیقې يې د "نوی کور نوی ژوند" ډرامه او د "آبادۍ غږ" پروګرامونه وو او نوره خپرونه نړیوال او سيمه ايز خبري توکي وو.

ما په دې خپرونو کې د ویاندۍ دنده درلوده، څه موده وروسته د "ځوانانو د نړۍ" پروګرام د جوړولو او وړاندی کولو دنده راوسپارل شوه.

د پروګرام د وړاندي کونکو ډله څلور تنه وو: ببري ګل وزیر "ګل لالا" و چې روښان، پېلبو او ماته به يې په زړه پورې معلومات راکول.

Image caption په سټوډیو کې يې زه د نجیبې زېري په نامه معرفي کړم، مرکه ژوندۍ نه وه، ځکه مې ترې غوښتنه وکړه چې د لېمې په نامه مې معرفي کړي

په دغه پروګرام کې مو وروسته د "خړکۍ"په نامه کرکټر شامل کړ.

"خړکۍ"یوه کوچينۍ سویه وه چې د پروګرام له وړاندې کونکو سره چې وروسته ایمل پسرلی او زه وو په زړه پورې خبرې کولې.

د هغې په اړه ډېرې پوښتنې کېدلې، آن یو ځل د طالبانو يوه لوړ پوړي چارواکې په کابل کې زموږ له يوه هکار نه پوښتنه کړې وه، چې دا خړکۍ څوک ده؟ موږ تر نن ورځې دغه راز نه دی افشا کړی.

نن که بي بي سي د ډېرو پر مختللو وسایلو په مرسته خپرونې کوي او د کابل او لندن د سټوډیو ګانو د غږ توپیر نه کېږي، هغه وخت د سټوډیو تر څنګ چې مرکې به مو په کښې کولې، په څانګه کې دننه د

"الیس پروب"په نامه زوړ ماشین پروت و چې له ټلیفون سره وصل و او مخامخ مرکې پرې ثبت کېدلای شوی. په هم دغه ټلیفون مې د کمال بهزادي، علي ارغنداوي، صفیې حلیم او ګوهر رحمان ګوهر مرکې په یاد دي چې د مجاهدینو او د طالبانو له مشرانو سره به يې کولې.

موږ ټولو د بېلابېلو قومندانانو او د هغوی د مرستیالانو نومرې درلودلې.ځینو مرستیالانو خو په څو ژبو خبرې کولې خو ځینو بیا په ساده ژبه ویل چې قومندان صاحب ته یو نصوار باد زنګ ووهه.

يوه خبره د ټولو په غبرګون کې ورته وه، د سیاسي ډګر ټولې خواوې له بي بي سي سره خبرو ته چمتو وې او د جګړې په ډګر کې يې د خپلو بریالیتوبونو خبرونه تر لندنه رسول.

د ۲۰۰۱ کال د سبټمبر له ۱۱ مې نه وروسته، په پښتو څانګه کې ډېر بدلونونه راغلل.

په بي بي سي کې د افغانستان لپاره د دري او پښتو همکاري په بې ساري توګه ډېره شوه.

د لنډو او مینځنیو څپو تر څنګ زموږ خپرونو د لومړی ځل لپاره د اف ام په رڼو څپو هم په خپراوي پيل وکړ.

په یو وار د اف ام څو ویشت دستګاوې په بېلا بېلو ولایتونو کې په کار ولوېدې.

د يوه خبريال پر ځاي بي بي سي په ډېرو ولایتونو کې خبريالان ونیول.

سهارنۍ او ماښامنۍ خپرونې وغځېدې او د ماسپښین خپرونه ور اضافه شوه. د کلتوري او تفریحي پروګرامونو بېله لړۍ پیل شوه.

د لومړی ځل لپاره د لندن خپرونې ځینې برخې له کابله وړاندې شوې، وروسته بشپړ پروګرامونه نه یوازې له کابله آن له نورو ولایتونو نه په مخامخ توګه وړاندی شول.

کېدای شی دېرش کاله د يوې ادارې په تاریخ کې ډېر وخت نه وي، خو د بي بي سي په نړیواله اداره کې به داسې نور لږ ژبې وي چې یوازې په څو کاله کې يې د خپرونو ساعتونه په يو وار دومره ډېر شوي او د پروګرامونو د وړاندی کولو په شکل کې ېې دومره توپیر راغلی وي.