د امان الله عطا عمران خبرې او يادونه

Image caption پښتو مې تر ډېره د عربي تر اغېز لاندې وه... لنډه دا چې د بي بي سي پښتو ژبې ته د لومړي راپور پر برابرولو مې نژدې يو ساعت تېر کړ...

د ۲۰۰۱ کال مې ۲۹ مه نېټه وه چې د بي بي سي پښتو خپرونې د اېمل پسرلي له لوري مې برېښناليک ترلاسه کړ. د برېښناليک سرچينې ته په کتلو مې زړه له خوښۍ په درزا شو او دا چې په برېښنا ليک کې څه دی په يوه شېبه کې زر خيالونو په ذهن کې تاو راتاو شول.

برېښناليک پرانيستل شو، او په انګرېزۍ راته ليکل شوي وو” ډېر پخوا مو ستا يو برېښناليک ترلاسه کړی و، کېدی شي په مهربانۍ يو ځل بيا راته له خپل ټليفون شمېرې سره وليکی؟“.

دلته نو ها د چا خبره په جامو کې نه ځايېدم، او سمدلاسه په دې چورت لاړم چې اوس به د تليفون شمېره له کومه کوم. په قاهره کې لا ګرځند ټليفونونه په لومړيو کې وو، او هرچا به نه لاره، او چا که به درلود، کله کله به يې د ښوولو لپاره هسې غوږ ته نيولی و.

په ريښتيا هم ډېره موده مخکې مې يو برېښناليک استولی و. کله مې چې په الازهر پوهنتون کې زده کړې بشپړې کړې، له وطن ډېر خلک په تېښته وو، ټاټوبي ته د ستنېدا هوډ نه و، نو ما هم د څه کار د لټون او يا نورو زده کړو هڅې کولې. ليکيونه او برېښنا ليکونه مې هر لوری استول، په همدې کې مې څه موده وروسته د بي بي سي پښتو پر پته يو برېښناليک استولی و. زما لا څه د پاسه يو کال کېده چې د پوهنتون زده کړې مې بشپړې کړې وې، ۲۰۰۰ کال قاهره د عربانو ترمنځ د د يپلوماتيکو منډو ترړو مرکز و، غونډې وې او سرمشريزې.

هغه مهال د اسراييلو او فلسطينيانو ترمنځ تاوتريخوالی ګرم او سيمه له پېښو ډکه وه. ښه پلمه وه چې بي بي سي پښتو ته ورپه ياد کړم که له قاهرې د راپور او خبر تر لاسه کولو هيله لري، نو زه ورته لېوال يم. که څه هم له پوهنتون وتلی وم، خو لا هم د ازهر د بهرنيو زده کوونکيو په ليليه کې اوسېدم. د ګوتو په شمېر افغان ملګريو ګرځند ټليفونونه لرل، د يوه ملګري شمېره مې د بي بي سي همکار ته پر برېښناليک ورواستوله. د خبرو کولو فرصت ډېر نه برابرېده، کله به زه لرې وم، او کله به هم د ګرځند ټليفون څښتن.

کله چې نه کېده، جيب خالي و، نو په پور مې يو ګرځنډ ټليفون او هم سيم کارت راوموند. نوې شمېره مې واستوله، اړيکه ټينګه شوه، د بي بي سي پښتو څانګې له مشرې صفيې حليم سره مې خبرې وشوې، او د ازموينې مرکه هم داوود اعظمي منځني ختيځ ته د ملګريوملتونو د وخت سرمنشي کوفي انان د سفر په اړه راسره وکړه. او بيا نو لومړۍ خبرې چې پر بي بي سي پښتو خپرې شوې، د ۲۰۰۱ کال د جون مياشت وه او له محمد زاهد سره د القاعدې د مشر اسامه بن لادن پر دې ګواښ غږېدم، چې ګنې اسراييلو ته به جنګيالي وراړوي.

ورپسې د جولای لومړۍ نېټه وه، چې اېمل پسرلي راته زنګ وواهه، او هاګ ته يې د اسراييلو د هغه مهال لومړي وزير اريل شارون د کاږلو پر غوښتنو راپور غوښت. پر اريل شارون تور چې په ۱۹۸۲ کال کې پر لبنان د يرغل پر مهال يې جنګي جرمونه ترسره کړي او ځينې عربي اړخونو يې د محاکمې غوښتنه کوله. پښتو مې تر ډېره د عربي تر اغېز لاندې وه، کله به مې چې يوه جمله وويله نو اېمل به ويل دا څه معنا؟ لنډه دا چې د بي بي سي پښتو ژبې ته مو د همدغه لومړي راپور پر برابرولو نژدې يو ساعت تېر کړ.

اېمل پسرلي راسره خورا ډېره زغم وکړ، خو له دې ورسته به له لندن نه زنګونه راتلل، د ۱۱ سپتمبر پېښې وشوې، په افغانستان کې نوی نظام راغی، او بيا په عراق کې هم جګړه پيل شوه. قاهره يو داسې ځای و، چې موږ به تل شپه ويښه تېروله او خوب به مو بيا د ورځې کاوه، د ۲۰۰۳ کال د اپرېل ۹ مه وه چې د تل په څېر د لندن د نامعلومې شمېرې زنګ راغی. نو دا چې راباندې پوه نه شي چې تر ۱۱ بجو هم ويده وم، غاړه مې تازه کړه او بيا مې ټليفون ځواب کړ، صفيه حليم د څانګې مشره وه، ويل په مصر که څه غبرګون دی؟ ما ويل د څه غبرګون، ويل يې بغداد يې نيولی ته لا خبر نه يې؟

که څه هم څه د پاسه دری کاله کېږي چې بي بي سي ته راغلی يم، خو له قاهرې نه مې د کار څه د پاسه لس کاله تېرېږي.

بي بي سي پښتو دېرش کلنه او په عمر پخه شوه، او د پښتو خپرونې له پيل راهيسې به د هغه وخت د غېږې ماشومان او ماشومانې اوس زلميان څه چې هاغه د ګوهر په خبره نيمزالي شوي او چې څوک بوډاګان وو، په هغوی کې به څوک ژوندي ګړندي وي، او که خدای کول دا کاروان به لا روان اوسي.