په هرات کې چاودنو د ۲۴ کسانو ژوند واخیست

چاودنه د انځور حقوق AP
Image caption دا په تېرو میاشتو کې د عامو افغانانو لپاره تر ټولو مرګونې چاودنې وې.

افغان چارواکي وایې د هېواد په لوېدیځ کې د دوو بمي چاودنو په پایله کې لږ تر لږه ۲۴ تنه وژل شوي.

دغه د سړک غاړې ته د خښو شوو ماینونو چاودنې د هرات ولایت ختیځ لور ته په اوبه ولسوالۍ کې شوې چې د عامو وګړو ډک مسافر وړونکی بس وربرابر شو.

چارواکي وایي په دې پېښه کې ۱‍۱ نور کسان ژوبل شول.

ددغو چاودنو ټول قربانیان ولسي وګړي ښودل شوي چې د چارواکو په خبره ښځې او ماشومان هم پکې ول.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي دا پېښه غندلې او هغه یې یو انساني ضد عمل ګڼلی.

دواړې پېښې د پنجشنبې په سهار د کوتل ترک آباد په نوم یوې سیمې کې شوې.

د هرات د پولیسو ویاند نور خان نیکزاد وایي له ټپیانو سره د مرستې لپاره یې اضافي ځواکونه سیمې ته استولي دي.

د اوبې ولسوالۍ کې تر دې وړاندې هم ورته پېښې شوې وې چې طالبانو به یې پړه پر غاړه اخیستې، خو د نننیو پېښو په اړه تر اوسه چا مسؤولیت نه دی منلی.

دا په تېرو میاشتو کې د عامو افغانانو لپاره تر ټولو مرګونې چاودنې وې .

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو اداره وایي په دغه هېواد کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې کچه مخ پر ډېرېدو ده او ددې لامل تر ډېره د سړک غاړې ته خښ شوي ماینونه او ځانمرګي بریدونه یادوي.

هرات ولایت د افغانستان په لوېدیځ کې نسبتاً آرام ولایت دی، خو بیا هم وسله والې ډلې ددې ولایت د ځینو ولسوالیو پر برخو واکمنې دي او هغه یې نا امنه کړې دي.

هرات له هغو اوو ښارونو څخه دی چې تېره میاشت یي امنیتي چارې افغان ځواکونو ته وسپارل شوې.

اوس مهال په دغه ښار کې تر ډېره ایټالیایي سرتېري دېره دي او د افغان ځواکونو د روزنې او د امنیت د ټینګېدو په برخه کې کار کوي.

ورته مطالب