IEC: د پارلماني ټاکنو په پخوانیو پایلو کې بدلون راغلی

تېرې پارلماني ټانکې
Image caption په پخوانیو پایلو کې د راغلي بدلون د څومره والي او څرنګ والي په اړه جزیات نه دي ورکړل شوي، خو داسې ښکاري چې له ولسي جرګې به د ایستل کېدونکو وکیلانو شمېره له هغې کمه وي چې د انتخاباتي شکایتونو د ارزولو محکمې یې په اړه حکم کړی.

د انتخاباتو د کمیسون په دغو تازه څرګندونو سره اوس دا خبره یقیني شوې چې د ولسي جرګې ځینې وکیلان به اړ وی چې خپل ځایونه یو شمیر هغو کاندیدانو ته پریږدي چې د انتخاباتي لانجو په اړه ځانګړې محکمې او ورپسې د ایستیناف محکمې بریالي بللي.

خو دا لا تر اوسه نه ده معلومه چې د محکمې په حکم د بې اعتباره بلل شویو ۶۲ وکیلانو له مینځه به څو تنه له ولسي جرګې وایستل شي .

د انتخاباتو کمیسیون وایي د پخوانیو پایلو له سره ارزونه لا اوس هم روانه ده او د ویستل کیدونکو وکیلانو دقیقه شمیره به د دغې ارزونې له بشپړیدو وروسته معلومیږي.

د انتخاباتو د کمیسون ویاند تابش فروغ بي بي سي ته وویل د ا کار به ډېر وخت وانخلي او کېدی شي په پایلو کې راغلي بدلونونه د راروانې اونۍ په سر سر کې اعلان شي:

''دغه ارزونه لا اوس هم روانه ده او تر دې وړاندې چې په پایلو کې راغلی بدلون په رسمي ډول اعلان شي ، د اوس لپاره دا خبره یقیني ده چې ځینې پایلې اووښتي.''

په پخوانیو پایلو کې د راغلي بدلون د څومره والي او څرنګ والي په اړه جزیات نه دي ورکړل شوي، خو داسې ښکاري چې له ولسي جرګې به د ایستل کېدونکو وکیلانو شمېره له هغې کمه وي چې د انتخاباتي شکایتونو د ارزولو محکمې یې په اړه حکم کړی.

دغه چارواکي وایې تازه بدلونونه د محکمې د حکم له مخې نه بلکه د ولسمشر د فرمان په اساس له سره د پایلو د ارزونې نتیجه ده .

بل خوا په ولسي جرګه کې د قانون د پلی کیدو په نوم ایتلاف له وړاندې ګواښ کړی چې دوی به له جرګې د یوه وکیل په بیرته ویستل کیدو هم سلا نشی.

خو معترض کاندیدان بیا وایي د محکمې له لورې ۶۲ بې اعتباره بلل شوي وکیلان باید له څیرمې له جرګې ووزي او خپل ځایونه دوی ته پریږدي.

په دې مینځ کې د انتخاباتي چارواکو له دغو تازه څرګندونو داسې بریښي چې ولسمشر کرزی او د انتخاباتو کمیسون ګواکې د شخړې د اوارلو پر سر د مینځ پر یوه داسې لاره سلا شوي چې د چا خبره نه پکې سیخ وسوزي او نه کباب.

ولسمشر کرزي تیره اونۍ د یوه فرمان له لارې دغه کمیسون ته لارښوونه وکړه چې د پارلماني انتخاباتو د پایلو په تړاو د ایستناف د محکمې د حکم په رڼا کې وروستۍ پریکړه وکړي.

دغه لانجه له یو بل سره د مقنینه او قضایه قواو د مخامخ کیدو له کبله په افغانستان کې له تیرو څو میاشتو راهیسې په یوه درانه سیاسي کړکیچ اووښتي.

ورته مطالب