کابل: د برتانیا پر فرهنګي مرکز ډله ییز ځانمرګی برید ۱۲ کسه ووژل

ننني بریدونه
Image caption د کابل پولیس وايي، لومړی دوو ځانوژونکو د فرهنګي مرکز مخې ته ځانونه چوولي، او نور برید کوونکي فرهنګي مرکز ته ننوتي دي.

د کابل ښار په زړه پروان مېنه (کارته پروان) کې د برتانیا پر فرهنګي مرکز په وسلو سمبالو ځانمرګو برید کوونکو تر یوې چاودنې وروسته برید کړی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، په بریدونو کې ۱۲ کسه وژل شوي او ۱۴نور ټپیان دي، چې ډېرﺉ پکې پولیس دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي د جمعې پر ورځ مازیګر بي بي سي ته وویل، یو برید کوونکی لاهم ژوندی دی او مقاومت کوي، خو په وینا یې امنيتي کسانو کړۍ پرې راتنګه کړې ده.

ښاغلي صدیقي وویل، برید کوونکي په چادریو او ښځينه کالیو کې راغلي ول.

سرچینې وویل، لومړي ځانمرګي برید کوونکي له چاودېدونکو توکو ډک ګاډی د برتانیا دفرهنګي مرکز په دروازه کې چوولی او نورو برید کوونکو ته یې د ننوتلو زمینه برابره کړې ده.

په کابل کې ځینو خصوصي تلوېزیونو د پېښې له سیمې د ټپیانو او وژل شوو کسانو انځورونه خپاره کړل.

ځینو تلوېزیونونو په برید کې د فرهنګي مرکز د بهرنیو ساتونکو د وژل کېدا خبر هم ورکړی، خو په ر سمي توګه په دې اړه لا څه نه دي ویل شوي.

سیمې ته پر افغان ځواکونو سربېره، د برتانیاه ځانګړي ځواکونه او د ژغورنې ډلې هم رسېدلې دي.

طالبانو د برید پړه منلې، او ادعا یې کړې، چې دا بریدونه یې د افغانستان د ازادۍ د ۹۲مې کلیزې سره سم په یوه ورځ کړې دي.

Image caption طالبانو ویلي برید دوی کړی دی.

د تېر جون پر ۲۶مه هم د کابل په کانټننټل هوټل د طالبانو ډله ییز ځانمرګي برید لږترلږه ۲۱ کسان ووژل او لسګونه نور یې ټپیان کړل.

دېوال نړېدلی

په برید کې د فرهنګي مرکز د ودانۍ یو دېوال نړېدلی، او دا وېره هم شته، چې کېدای شي تر کنډوالو لاندې یې پولیس وي.

په کابل کې د برتانیا فرهنګي مرکز د حکومت په مالي ملاتړ د کلتوري او تعليمي پروژو پروګرامونه پرمخ وړي.

نن (د اسد/زمري ۲۸مه) له برتانیا څخه د افغانستان د خپلواکۍ د ۹۲ کلیزې ورځ ده.

ورته مطالب