د کابل خبریالان: اسراییل دې د الجزیرې خبریال خوشی کړي

Image caption په داسې حال کې چې خبریالانو د سامر علّاوي عسکونه په لاس کې نیولي وو، د هغه د خوشي کېدو غوښتنه یې کوله.

په کابل کې د الجزیرې ددفتر مسؤول سامر علاوي شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې د اسراییلي ځواکونو له خوا له حماس ډلې سره د تړاو په تور ونیول شو.

په داسې حال کې چې خبریالانو د سامر علّاوي عسکونه په لاس کې نیولي وو، د هغه د خوشي کېدو غوښتنه یې کوله.

د سفما یا د سوېلي اسیا د رسنیو د دفاع د بنسټ مشر ضياء بومیا په دې ناسته کې له ملګرو ملتونو وغوښتل چې د ښاغلي علاوي په خوشي کولو کې ګام واخلي:

''د ژورنالستانو د جنوبي اسیا ټولنه به د ملګرو ملتونو او یونما له لارې د ټولو افغان ژورنالستانو له خوا یو پرانیستی لیک د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته واستوي چې پر اسراییلي حکومت د دغه خبریال د خوشي کولو په برخه کې فشار راوړي.''

پر همدې مهال، په کابل کې د الجزیرې تلوېزیون د دفتر یوه مسؤول ولي الله شاهين بي بي سي ته وویل، دا چې سامر علاوي له حماس ډلې سره د تړاو په تور اسراییلو نیولی، خو هغه له حماس سره هېڅ راز اړیکه نه لرله.

ښاغلي شاهین له ټولو نړیوالو حقوقي بنسټونو او مراجعو وغوښتل چې د ښاغلي علاوي په خوشي کولو کې هڅې وکړي:

Image caption سامر علّاوي له تېرو ۲۵ کلونو راهیسې له الجزیرې تلوېزیون سره کار کوي چې له څه مودرې راپدېخوا یې په کابل کې ددغې شبکې د دفتر مشري پرغاړه وه.

''پر هغه تور دی چې ګني له فلسطينۍ حماس ډلې سره تړاو لري، سامر علاوي له شلو کلونو راهیسې له خپل هېواده جلا وطن و، چې له ټولو فلسطيني تنظيمونو لیرې پاتې شوی دی.''

سامر علّاوي له تېرو څو کلونو راهیسې له الجزیرې تلوېزیون سره کار کوي چې له څه مودې راپدېخوا یې په کابل کې ددغې شبکې د دفتر مشري پرغاړه وه.

ښاغلی علّاوي د فلسطين اوسېدونکی دی چې شاوخوا ۱۵ ورځې وړاندې فلسطين ته د خپلې مور د لیدو پرمهال د اسراییلو تر کنټرول لاندې په لوېديځه تراډه کې اسراییلو ونیو.

ورته مطالب