'افغانستان به ۲۰۲۰ پورې ۵۰۰ مسلکي انستتیوتونه ولري'

د انځور حقوق b
Image caption د پوهنې وزارت د مالومات له مخې، اوسمهال په ګرد افغانستان کې ۴۷ تخنیکي او مسلکي انستیتونه فعال دي.

د افغانستان پوهنې وزارت وايي، چې په راتلونکو نهو کلونو کې به شاوخوا ۵۰۰ تخنیکي او مسلکي انستیتوتونه جوړ کړي.

د پوهنې وزیر فاروق وردګ دغه خبرې په کابل د یوه تخنیکي انستیتوت د بنسټ د ډبرې د ایښودو په غونډه کې خبریالانو ته وکړې.

ښاغلي وردګ وویل، چې په دغه انستیتوت کې به ډیره برخه هغو زده کونکو ته ورکول کیږي، چې په نا امنو سیمو کې له زده کړې بې برخه پاتې دي.

د دغه تخنیکي او مسلکي انستیتوت د ودانۍ د جوړیدو چارې، چې ۳۰ درسي خونې لري، په راتلونکو ۱۴ میاشتو کې به بشپړې شي.

د افغانستان د پوهنې وزیر فاروق وردګ وويل، د دغې ودانۍ لګښت، چې نهه میلیونه امریکایي ډالره کېږي، د دغه وزارت له پراختیایې بودجې ورکول کیږي.

ښاغلی وردګ وايي، چې د دغه انستیوت په جوړیدو سره به د هغو زده کونکو ستونز اوارې شي، چې په ناامنو سیمو کې له زده کړې بې برخې دي. ده همدرانګه وویل، چې په راتلونو نهو کلونو کې به دتخنیکي انستیتونو شمېر ۵۰۰ ته لوړکړي.

د پوهنې وزیر درانګه وویل، چې په دغه انستیتوت کې به شاوخوا زر تنه زده کونکی، دانجینرۍ په لسو څانګو کې زده کړې کوي. ده وویل، چې د دغه انستیتوت د جوړیدو موخه په هیواد کې د مسلکي کدرونو روزل دي.

همدرانګه په ورته وخت کې به، په دغه انستیتوت کې د ۳۰۰ شاګردانو لپاره د لیلې زمینه هم برابره شي.

د پوهنې وزارت د مالومات له مخې، اوسمهال په ګرد افغانستان کې ۴۷ تخنیکي او مسلکي انستیتونه فعال دي.

ورته مطالب