یونما: افغانان له خپلو استازو اساسي کار غواړي

سټیفن دیمسیتورا ویلي، اوس افغانان له خپلو استازو، دولت او قضایه قوې څخه د اساسي کار غوښتنه کوي.
Image caption سټیفن دیمسیتورا ویلي، اوس افغانان له خپلو استازو، دولت او قضایه قوې څخه د اساسي کار غوښتنه کوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازۍ دفتر (یونما) ولسي جرګې ته د ټاکنو د کمېسیون له خوا د نهو نوماندانو ورمعرفي کولو ملاتړ کړی.

د یونما له خوا خپره شوې اعلامیه ‎په کابل کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازي سټيفن دیمسیتورا د ټاکنو د خپلواک کمېسیون پرېکړه یوې لویې لانجې ته د حل لاره بللې ده.

بل خوا، په کابل کې د معترضو کاندیدانو سلګونه ملاتړو د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د پرېکړې په غبرګون کې لاریون وکړ.

په دې لاریون کې چې یو شمېر معترضو نوماندانو هم پکې ګډون درلود، د ټاکنیزو شکایتونو د اروزنې لپاره د ځانګړې محکمې د پرېکړې د عملي کېدو غوښتنه یې کوله.

دوی خبرداری ورکړ، که چېرې د ځانګړې محکمې پرېکړه عملي نه شي، دوی به خپلو لاریونونو ته دوام ورکړي.

د روانې اګست پر ۲۱مه، د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسي جرګې د تېرو ټاکنو هغه نهه پاتې راغلي معترض نوماندان، چې وړاندې نابریالي بلل شوي وو، بریالي اعلان کړل.

دغه کسان، د پکتیکا، بدخشان، بغلان، سمنګان، هرات، فاریاب، زابل او هلمند ولایتونو دي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون رییس فضل احمد معنوي په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، دا به د کمېسیون وروستۍ پرېکړه وي، چې په اړه یې نور د اندېښنې هېڅ ځای پاتې نه دی.

وړاندې د تېرو پارلماني ټاکنو د ارزولو لپاره ولسمشر حامد کرزي ځانګړې محکمه جوړه کړه، چې د ارزولو په پایله کې یې د ولسي جرګې ۶۲ برحاله غړي په ټاکنو کې د درغلیو په تور تورن شول.

څو ورځې وړاندې ولسمشر کرزي د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته دنده وسپارله، چې د پارلماني ټاکنو د جنجال د پای ته رسولو په تړاو وروستۍ پرېکړه وکړي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د اګست پر ۲۱مه په وروستۍ پرېکړه کې د ولسي جرګې د تېرو ټاکنو هغه نهه پاتې راغلي معترض نوماندان، چې وړاندې نابریالي بلل شوي وو، بریالي اعلان کړل.

ښاغلي معنوي وویل چې د کمېسیون د وروستۍ پرېکړې له مخې د ولسي جرګې د لاندې کسانو پر ځای نور کاندیدان ورمعرفي شول.

ولسمشر حامد کرزي تېره اوونۍ د یوه فرمان له لارې د انتخاباتي شکایتونو د ارزونې د ځانګړې محکمې د ړنګولو او د ټاکنو کمېسیون ته د شخړې د هواري لارښوونه وکړه.

خو د کمېسیون دغې پرېکړې ته د یوه جوړ جاړي په سترګه کتل کېږي.

کمېسیون د هغوو ۶۲ وکیلانو د درغلیو قضيې څېړلې چې ډېری یې د ولسمشر ملاتړي او د ټاکنیزو شکایتونو د اختصاصي محکمې رد صلاحیت کړي وو، چې دغه پرېکړه د ولسي جرګې د غړو له تند غبرګون او د معترضو کاندیدانو له تود هرکلي سره مخامخ شوې وه.

ورته مطالب