کرزی: د ټاکنو د کمېسیون وروستۍ پرېکړه به عملي کېږي

ښاغلی کرزی
Image caption د ولسمشر له لوري د ټاکنو په اړه ټولې دوسیې پای ته رسېدلې ګڼل کیږي.

د ولسي جرګې د نهو معترضو کاندیدانو په اړه د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له پرېکړې وروسته د افغانستان د ولسمشر ماڼۍ وايي، د ټاکنو د خپلواک کمیسیون وروستی پرېکړه د پلي کېدو وړ ده.

د افغانستان د ولسمشر د ویاند مرستیال سیامک هروي وايي، د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته د پارلماني ټاکنو د پریکړې د واک په ورسپارلو سره، د ده په وینا ټاکنې د جمهوري ریاست له خوا پای ته رسیدلې ګڼل کیږي.

''د ولسمشرۍ له خوا د حکم له لېږلو سره ، چې په هغې کې د پرېکړې صلاحیت د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته ورکړل شوې، د ولسمشر له لوري د ټاکنو په اړه ټولې دوسیې پای ته رسېدلې ګڼل کیږي. د دغه حکم له مخې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون پرېکړه د پلي کېدو وړ دي. خو کومې ستونزې، چې د ټاکنو د پایلو له امله رامنځته شوې، له اړوندو چارواکو سره له څېړنو وروسته به د ولسمشری له لوري اعلام شي.''

په همدې حال کې د افغانستان ولسي جرګې د رایو په اکثریت پرېکړه کړې، چې د اوسنۍ جرګې په ترکیب کې به هېڅ ډول بدلون رانشي او د نهو اوسنیو غړو پر ځای د نهو معترضو کاندیدانو ګومارل غیرقانوني دي.

په ورته وخت کې د پارلماني ټاکنو معترضو کاندیدانو ګواښنه کړې، که د ټاکنیزو شکایتونو د څېړنو د ځانګړې محکمې پرېکړه د افغان حکومت لخوا پلي نشي، دوی به د خپلو پلویانو په مرسته د هېواد لويي لارې وتړي.

د ټاکنیزو شکایتونو د څېړلو ځانګړي محکمې شا و خوا یوه میاشت مخکې د ولسي جرګې ۶۲ غړي په ټاکنو کې په درغلیو تورن کړل او د حکم په صادرولو سره يي ۶۲ معترض کاندیدان بریالي اعلام کړل.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ولسي جرګه وايي د اوسنۍ جرګې په ترکیب کې به هېڅ ډول بدلون رانه شي.

محکمې همداراز د ټاکنو له خپلواک کمیسیون څخه وغوښتل، چې پارلمان ته د نویو کسانو په لېږلو بيړه وکړي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون په وار وار ټینګار کاوه، چې پارلماني ټاکنې پای ته رسېدلي او د وروستۍ پایلې د بدلولو حق هم هېڅ ارګان نلري، خو تېره اونۍ نهه تنه معترض کاندیدان بریالي اعلام شول او پارلمان ته د تلو سندونه هم ورووېشل شول.

یو شمېر په دې باور ول چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته د پارلمانی ټاکنو په اړه د پرېکړې د مسوولیت له ورسپارلوسره به د پارلماني ڼاکنو لانجې پای ته ورسیږي، خو دغه لانجې نه یوازې پای ته ونه رسېدې، بلکې نورې هم پراخې شوې ښکاري.

کتونکي وايي، ولسمشر په دې ګام سره پر دې سربېره چې د ولسي جرګې یوشمېر غړي او معترض کاندیدان د ځان پروړاندې وپارول، د ولسي جرګې ، معترضو کاندیدانو او د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ترمنځ يي هم لانجې لازیاتې کړې.

ورته مطالب