ایسا: د خصوصي ښوونځيو تړل ناسم ګام دی

ایسا
Image caption د افغانستان سوداګرۍ خونو د خصوصي ښوونځيو په تړاو د پوهنې وزارت هغه ګام ته چې له امله يې لس خصوصي ښوونځي وتړل شول، غبرګون ښوولی.

د افغانستان سوداګرۍ خونو د خصوصي ښوونځيو په تړاو د پوهنې وزارت هغه ګام ناسم بللی چې له مخې يې يو شمېر ښوونځي وتړل شول.

دوی وايي د وزارت پرېکړه يوه اړخېزه ده او له خصوصي سکتور سره له سلا مشورې پرته يې په يوازې سر کړې ده.

څو ورځې وړاندې د پوهنې وزارت د کابل ښار د لسګونو خصوصي ښوونځيو له څارنې وروسته يو شمېر يې وتړل، د ځينو يې فعاليتونه وځنډول او يو شمېر نور يې جريمه کړل.

د دوی په باور وزارت هغه مېتود په پام کې نه دی نيولی چې د يوه خصوصي ښوونځي د تړل کېدو لپاره په قانون کې شته.

د سوداګرۍ خونو مرستيال مشر خان جان الکوزی د خصوصي ښوونځيو په تړاو د پوهنې وزارت پورته کړی ګام ناسم او يو اړخيز بولي.

د خصوصي سکتور او وزارت ترمنځ د يوې ګډې کاري کمېټې جوړېدل او شرايطو ته په کتو د خصوصي ښوونځيو لپاره د نوې مقررې جوړل، پوهنې وزارت ته د سوداګرۍ خونو او خصوصي ښوونځيو مهم وړانديزونه وو.

د سوداګرۍ خونې وايي هغه ښوونځي چې د حکومت لارښوونو ته غوږ نه نيسي لومړی بايد ورته توصيه وشي، ورپسې اخطار ورکړل شي، بيا نغدي جريمه شي، که ونه شوه فعاليت يې وځنډول شي او بلاخره وتړل شي.

دوی فکر کوي وزارت پرته د دغه مېتود په پام کې نيولو سره پرېکړه کړې، خو د پوهنې وزارت وايي پورته کړی ګام يې قانوني دی او ښکاره ثبوت يې دا دی چې دوی د ۵۷ ښوونځيو له جملې نه يوازې لس يې تړلي دي.

ځينو ته يې د فعاليتونو د ښه کېدو توصيه کړې، يو شمېر يې جريمه کړي او ځينو ته اخطار ورکړی دی.

څو کاله وړاندې په افغانستان کې د دولتي ښوونځيو تر څنګ خصوصي ښوونځيو هم په فعاليت پيل وکړ او په دغو ښوونځيو کې د انګليسي او کمپيوټر زده کړو ډېری زده کوونکي د دوی پر لور ور مات کړل.

دا مهال په ټول افغانستان کې ۵۲۱ خصوصي تعلیمې موسسې شته چې شاوخوا ۱۶۰ زره زده کوونکي پکې په زده کړو بوخت دي چې د ټول هېواد په کچه د زده کوونکو دوه سلنه جوړوي.

ورته مطالب