په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

په بي بي سي پښتو او نورو پښتو وېبپاڼو کې دهنر او ادب ونډه

د بي بي سي د۳۰ کلیزې په ویاړ پدې پیلوځي کې پدې غږیږو چې ددې څانګې پښتو ویبپاڼې د هنر او ادب برخې ترکومه بریده پخپله لمن کې ځای کړې دي، دا به هم واورو چې نورې پښتو ویبپاڼې د پښتو ادب ، کلچر اوهنر په غوړیدا کې څومره ونډه لري او له اوریدونکو سره د شاعر خواله یادوو، هنري اوکلتوری خبرونه هم شته.

د پيلوځي په تیرو خپرونوکې مو واوریدل چې بي بي سي پښتو په خپل دیرش کلن تاریخ کې پخپلو پروګرامونو کې ادبي او کلتوري پېښې څانګه ځایولې. په تېر پیلوځي کې د بي بي سي په هنري پروګرامونو تم شولو، خو دا ځل دې ته کتنه کوو چې بي بي سي پښتو وېبپاڼې، په ځانګړې توګه ادبي اوهنري پروګرامونه څنګه ستایلي دي، دا به هم واورو چې په ټوله کې نورو پښتو وېبپاڼو د پښتو ادب په غوړېدا کې څه کړي دي.

پدې اړه د یوه لنډ بحث میلمانه دپښتو څانګې اېمل پسرلی او په امریکا کې مېشت لیکوال سعد الدین شپون دي. لومړۍ ښاغلي شپون دا پوښتنه ځوابوي چې د پښتو ویبپاڼو له ډیریدو سره سره هغو د پښتو شعر او ادب په برخه کې څومره ګټورې دي؟

شاعر او لیکوال عبدالباري جهاني په اروپا کې له میشتو افغانانو سره ترکتنو وروسته دا ځل د پخواني شوروي اتحاد ځینو جمهوریتونو ته تللی و چې هلته یې له اوسېدونکو افغانانو سره له نیږدې وکتل، مشاعرې یې ورسره جوړې کړې ، پر دسترخوان ورسره کیناست او اتڼونه یې ور سره وکړل. په مسکو کې د روسیې او افعانانو د لیکوالو ټولنو نوموړي ته د ګابریلوف لوړنشان ورکړ. دانښان دنړۍ سترو لیکوالانو ته ورکول کیږي او جهاني له هغو کمو لیکوالو دی چې دانښان ترلاسه کوي. له شاعر سره دده په خاطرو غږیږو .

اخترپه ټوکو ټوکوراغی نه مې نتکۍ شته نه د غاړې امېلونه دا چې پښتو ادب اختر ته کوم ځای او ارزښت ورکوي، ببرک میاخیل پرې په پیلوځي کې رپوټ لري. د فضل هادي فضلیار په نوم د یوه شاعر شعر په پیلوځي کې اورو چې پیشنمی نومیږي ستا د هجران په سره تنور کې لا ژوندی دی کنه دا څه بلا دی، دغه څه ډول زړګی دی کنه د لوند اوربل څاڅکي یی ټول زما پر مخ وشیندل بیا یې په ناز ویل چې پاڅه پیشنمی دی کنه په مخ مې پروت "ګلابی خاپ" ته ولې سره او شنه شوې؟ دا خو د بل د شونډو نه دی، بیګانی دی کنه اوس يې نو ولې څټې؟ تا خو به یو وخت کې ویل مورې "هادی" خو د غومبسو کټوری دی کنه

او د وردګو له ولایت نه زبیح الله سروري په یوه ښکلي بریښنالیک نازولي یو چې د ماشتومتوب خاطرې یې پکې له بي بي سي سره تړلې دي. دی د بي بي سي د پښتوڅانګې د دیرشمې کلیزې مبارکۍ رالیږي چې مننه ترې کوو اونورو بریښنا لیکونو ته یې سترګې په لاره یو. د پیلوځي لنډ کلتوري خبرونه:

د سندرغاړې اېمي واینهوس هغه سندرییز البوم چې بک ټو بلک نومیږی د۲۱ مې پيړۍ ترټولو زیات پلورونکی البوم بلل شوی دی د هغې ترمرګ وروسته چې د جولای په ۲۳ مړه شوه دا البوم د دریو اوونیو لپاره د نورو په سرکې راغلی و. د دې البوم ۳،۲۶ میلونه پلورل شوي دي. ویل کیدل چې اېمي د نشه یی توکو د کارولو له امله وژل شوې خو د هغې کورنۍ اوس وایی چې ازموینو موندلې چې په بدن کې یې ناقانونه مواد ندي موندل شوي

د امریکا د ولسي جرګې یوه لوړپوړي غړی د هغو رپوټونو په اړه د پلټنو غوښتنه کړې چې وایی سپینې ماڼۍ د بن لادن د وژنې په اړه د هالییووډ فلم جوړوونکو ته پټ معلومات ورکړي دي

د ولسي جرګې د کورني امنیت د کميټې مشر پیتر ګینګ ویلي ښایی دا فلم ولسمشراوبامه ته د بیا ټاکل کیدو چانس ورکړي. د نیویارک ټایمز د ورځپانې یوه مقاله لیکونکي مورین دود ویلي، فلم جوړوونکو په لوړه کچه پټ یا محرم معلومات لرل، خوسپينې ماڼۍ د رپوټ دا ادعاوې رد کړې دي. د القاعدې پر مشر اسامه بن لادن پسې لس کاله لټون روان وو او په تیرمې کې اسلام اباد ته نیږدې امریکایی ځانګړو ځواکونو وواژه.

کویټي فلم جوړوونکي ولید العوادي خپل نوی فلم(توره بوړه) بشپړ کړ او ټاکل شوې چې د کمکي اختر له لومړۍ ورځې د کویت په سینماګانو کې نندارې ته وړاندې شي.

په دې فلم کې د یوه کویتي سړي او د هغه د ښځې کیسه انځور شوې چې د خپل زوی د موندلو لپاره تورې بوړې ته تللی او د طالبانو له لوري په دې شک نیول شوی چې جاسوس دی.پداسې حال کې چې د دوی زوی له طالبانو سره د همکارۍ لپاره افغانستان ته تللی و.

العودي وویل چې ده په دې فلم کې طالبان هغسي انځور کړي چې دي خو د دغه فلم اصلي پیغام دا دی چې کورنۍ باید پر خپلو ماشومانو ښه او په ځیرڅارنه وکړي.

او وروستی خبر دا چې یونسکو د لیبیا تاریخې او کلتوري میراث ته د زیان رسیدو له امله اندیښمنه ده.

د اسوشتید پریس د خبر له مخې د ملګرو ملتونو کلتوري سازمان، یونسکو د لیبا له خلکو غوښتي دي چې د خپل هیواد د فرهنګی او تاریخي اثارو ساتنه وکړي ا و چور ته یې پرې نږدي