'د نشه يي توکو پروړاندې مبارزه دې پیاوړې شي'

Image caption د نشه یي توکو قاچاق د سوداګرۍ تر ټولو ګټوره لاره ده چې د افغان چارواکو په خبره، هر کال له همدې لارې ۶۸ میلیارده ډالره نړیوالې مافیا ته رسیږي. خو له دې کښتونو څخه افغان بزګر یوازې درې سلنه ګټه پورته کوي.

د افغانستان، پاکستان، تاجکستان او روسیې استازي په کابل کې راټول شوي چې د سیمې په کچه د نشه یې توکو پروړاندې د مبارزې د لا پیاوړتیا لارې چارې ولټوي.

دغو هېوادونو په دې برخه کې د نړیوالې ټولنې د لانورو همکاریو غوښتنه وکړه.

د افغانستان، پاکستان، تاجکستان او روسیې استازو د سیمې او نړۍ په کچه د نشه یې توکو د مبارزې پر لا ګړندیتوب او ښو لارو چارو ټینګار وکړ.

د افغانستان د نشه یې توکو په وړاندې د مبارزې وزیر ضرار احمد مقبل وویل چې دا ستونزه اوس په کوم خاص هېواد او سیمې پوري اړه نه لري، بلکې دده په وینا د نړۍ په کچه انسانان ګواښي.

''د نشه یې توکو اعتیاد او قاچاق په ځانګړو جغرافیایي حدودو پورې اړوند نه دې پاتې شوي او پر یوې نړیوالې ستونزي بدل شوي دی.

دا د ټولو انسانو روغتیا ته یو لوی ګواښ بلل کیږي. بناءً ددې نړیوال خطر پروړاندې د مبارزې تر ټولو ښه لاره داده چې د همکارۍ لاره خپله کړو او د سیمې او نړۍ په کچه ددې پديدې پروړاندي د مبارزې بېلابېلې لارې ولټوو.''

د کوکنارو د کرکېلې لوی مرکز

عام باور دادی چې افغانستان د کوکنارو د کرکېلې تر ټولو لوی مرکز دی او دا چې په دې هېواد کې جوړ شوي نشه یې توکي اوس د نړۍ تر ټولو لیرې پرتو بازارونو ته هم رسېدلي دي.

همدا ستونزه ددې لامل شوې چې د سیمې او نړۍ هېوادونه د کوکنارو د کښتونو د له منځه وړلو لپاره افغانستان ته د مرستې لاس وروغځوي.

د پاکستان د نشه یې توکو پروړاندې د مبارزې د ادارې مشر جنرال سید شکیل حسین په دې ناسته کې وویل چې تر اوسه په دې لاره کې اخیستل شوي ګامونه بریالي نه ول:

''ټولې هغه هڅې چې تر اوسه شوې، ددغې ناوړې پدیدې پروړاندې بریالۍ نه دي. دې ته اړتیا ده چې ټول تر سره شوي کارونه له سره و ارزول شي. موږ باید په بشپړ ډول ریښتیني و اوسو او وګورو چې په راتلونکي کې څه باید وکړو . که موږ اوس سمه پریکړه ونه کړو، نو پایلې به یې موږ او زموږ راتلونکو نسلونو ته متوجه وي.''

له ۶۸ میلیارد ډالر، یوازې ۳٪ ګټه

د انځور حقوق Getty
Image caption د افغانستان د نشه یې توکو پروړاندې د مبارزې وزارت وایې باید د نشه یې توکو د تولید او قاچاق پړه یوازې پر افغانستان وانه چول شي.

د نشه یي توکو قاچاق د سوداګرۍ تر ټولو ګټوره لاره ده چې د افغان چارواکو په خبره، هر کال له همدې لارې ۶۸ میلیارده ډالره نړیوالې مافیا ته رسیږي. خو له دې کښتونو څخه افغان بزګر یوازې درې سلنه ګټه پورته کوي.

ددغۍ سوداګرۍ ډېره ګټه نړیوال بازارونه او هم د افغانستان ګاونډیان اخلي.

په افغانستان کې د نشه یي توکو پروړاندې مبارزې باندې تر اوسه سلګونه میلیونه ډالره لګېدلي، خو بیا هم افغان چارواکي وایي هغه ډول چې باید وای نړیوالې ټولنې همکاري نه ده کړې.

افغان چارواکي وایې هڅه یې دا ده چې افغانستان د نشه یې توکو د لوی تولیدوونکي هېواد په نامه نور یاد نه شي، نو ځکه یې د نشه یې توکو پر وړاندې مبارزه د کارونو په لومړيتوبونو کې راځي.

ورته مطالب