طالبانو پکتیا کې څلور نیول شوي ترکان خوشي کړل

پکتیا
Image caption دغه ترکي کارکوونکي د تېر ۲۰۱۰ د دسمبر پر ۲۶ مه وسله والو طالبانو تښتولي وو.

وسله والو طالبانو ویلي هغه څلور ترکي کار کوونکي یې خوشي کړي، چې د تېرکال په وروستیو کې د پکتیا په پټان ولسوالۍ کې تښتولي وو.

دغو ترکانو په پټان ولسوالۍ کې د سرحدي پولیسو لپاره پوستې جوړولې.

دوی داسې مهال وتښتول شول، چې له مرکز ګردېزه د پټان ولسوالۍ ته د خپل کار پر لور ددغې ولسوالۍ د 'شپولې خوله' سیمه کې طالبانو له ګاډي راکوز او نامعلوم ځای ته یې ولېږدول.

د ذبیح الله مجاهد په نامه د وسله والو طالبانو یوه ویاند بي بي سي ته د تیلې فون پر کرښه وویل، دا ترکان د قومي مشرانو په منځګړیتوب له هېڅ راز معاملې پرته خوشي شول.

نوموړي ویلي چې د ټولو خوشي شوو ترکانو روغتیایي حالت ښه دی.

وسله والو طالبانو په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، دغه ترکان د کوچني اختر په ویاړ د اسلامي او بشري زړه سوي پر بنسټ خوشي شوي.

دوی وايي چې دغه کسان یې د پکتیکا ولایت د ارګون ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې د شنبې پر ماښام ناوخته خوشي کړل.

طالبانو په خپره کړې اعلامیه کې له بهرنیو ځواکونو او مؤسسو سره افغان او بهرنیو ملکي کارکوونکو ته ګواښ کړی، چې خپلې دندې پرېږدي.

د روان ۲۰۱۱ د جولای پر درېیمه هم درې ترکان د افغانستان په شمال جوزجان ولایت کې نامعلومو وسله والو تښتولي وو.

دغو ترکانو د څرمنو په یوه افغان سوداګریز شرکت کې کار کاوه .

یوه افغان چارواکي ويلي وو، تښتوونکو د دغو ترکي وګړو د خوشي کولو په مقابل کې پیسې غوښتې وې .

دغه درېواړه ترکان د فاریاب- جوزجان پر لاره تښتول شوي وو .

او په تېره اګست میاشت کې د پکتیا به څمکنیو ولسوالۍ کې پنځه هغه تښتول شوي مسافر ووژل شول، چې د پاکستان له کورمې ایجنسۍ د پکتیا له لارې کابل او بیا پېښور ته روان وول.

په وژل شویو کسانو کې څلور نارینه او یوه ښځه وه.

دوی ټوله د شیعه مذهب پیروان ول چې وسله والو کسانو تر برمته کېدا وروسته نامعلوم لوري ته بېولي ول .

له تېرو درو كلو راهيسې د كورمې ايجنسۍ اوسېدنكي چې د شیعه مذهب پيروان دي په سيمه كې د مذهبي تاوتريخوالي له کبله نه شي كولاى د پاكستان د هنګو او ټل سيمو له لارې پېښورته ولاړ شي.

تېر كال هم د ګرديز او څمكنيو ترمنځ د لويې غځېدلې لارې په اوږدو كې په يوه موټر د نامعلومو كسانو د بريد په پایله کې ۱۲تنه د شیعه مذهب پيروان وژل شوي.

ورته مطالب